عبدالله جوزجان لپاره والي معرفي کړ

د ملي جنبش ګوند وياند او د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې غړی بشیراحمد تینج وايي، عبدالله عبدالله جوزجان ولايت لپاره د دې ولايت پخوانی د ولايتي شورا غړی مولوي عبدالحی حیات د يوه حکم په صادرولو سره دې ولايت ته والي معرفي کړ.

د ثبات او همپالنې ډلې غړي وايي، د ټاکنيزې کودتا پر وړاندې درېږي او د دوی په وينا د خلکو له پاکو رايو به دفاع کوي.

د دوی په وينا اوسمهال د واليانو پر ګمارنو بوخت دي او له دې وروسته به د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ټول‌شوله حکومت» د کابينې پر جوړولو کار وکړي.

د ملي جنبش ګوند وياند بشیراحمد تینج يوناما د يوه ټيم پر پلوي‌توب تورنه کړه او ويې ويل چې د اندېښنې د څرګندولو پر ځای دې له دې ننګونو وتلو لپاره لاړ ولټوي.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ  افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما یوه اعلامیه کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له لوري د تازه والیانو معرفي کولو او له روان وضعیته اندېښنه څرګنده کړې وه.

په دې تړاو:

څلورو ولايتونو کې د ثبات او همپالنې ډلې د بريا جشنونه ونمانځل

«ناقانونه کړنې کولای شي د سولې په تړاو د افغان ولس هیلې له اندېښنو سره مخ کړي»

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام