عاکفي: په تېرو ټاکنو کې په درغلیو تورن کسان نه دي محاکمه شوي

په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستلو کمېسیون رییس شاه سلطان عاکفي وايي، چې په تېرو ټاکنو کې په درغلیو تورن کسان نه دي محاکمه شوي.

په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخې درغلې د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو لامل شو.

د ټاکنیز نظام د سمون کمېسیون مشر عاکفي نن د (اګسټ په ۲۲مه) د مشرانو جرګې له استازو سره په خبرو کې وویل، چې د ټاکنو کمېسیون هیڅ افغان ته ځواب نه وايي او هغوي باید په راتلونکي کې خلکو ته ځواب ولري.

د مشرانو جرګې استازو دې موضوع ته په ټینګار سره وویل، چې د کمېسیونونو قانوني صلاحیتونه دې را کم شي؛ ترڅو ولس او ملي شورا ته ځواب ویوونکي وي.

دغه سناتوران وايي، که د ټاکنو درغلي کوونکي محاکمه شوي وی د بل ځل له پاره به هیچا د درغلیو جرائت نه و کړی.

د دوی پر خبره، اوسمهال چې په قانون کې د ټاکنو درغلي کوونکو ته کومه سزا په پام کې نیول شوې ده، هغوی له فساد نه، نه شي منع کولې باید له دې نه سخت قانوني سزاوې ورته په پام کې ونیول شي.

د مشرانو جرګې دغو استازو زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د بښنې فرهنګ موجود و او دغه چاره د قانون ماتونکو د پیاوړتیا لامل شوې ده.

د ټاکنیز نظام د سمون کمېسیون رییس همدا ډول وايي، دوی په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو له پاره د خلکو د نظرونو د اورېدو له پاره ۷ ولایتونو ته سفر کړی دی.

عاکفي همداراز وایي، چې د ولایتونو خلکو د سمون راوستلو په برخه کې ورته نظرونه لرل.

د ده پر وینا، په تېرو ټاکنو کې خلک له بېلا بېلو ستونزو سره مخ و او د خلکو هیڅ ډول ستونزه نه وه حل شوې.

عاکفي وویل، چې په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو له پاره یې په پلازمېنې کې له جهادي مشرانو سره کتلي او د سناتورانو نظرونه هم په دې اړه له ځانه سره اخلو.

په ورته وخت کې سناتورانو په ټاکنیز نظام کې د سمون کمېسیون نه هرکلی وکړ او په ټاکنیز نظام کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه یې وکړه.

سناتورانو د برېښنايي تذکرو د ویش په اړه وویل، چې حکومت باید تر اوسه پورې برېښنا يي تذکرې ویشلې وې، ترڅو رایه اچوونکو د رایې جلا کار ته اړتیا نه لرلی.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار په دې ناسته کې وویل، د برېښنايي تذکرو د ویش په برخه کې هیڅ ډول ستونزه موجوده نه ده، که حکومت د برېښنايي تذکرو په ویش کې ځند نه وی کړی اوس به د ستونزو ډېره برخه حل شوی وه.

ایزدیار وویل، چې دغه کمېسیون باید په حقیقي توګه خپلواک، بې پرې او غیر سیاسي وي.

د نوموړي پر خبره، د ټاکنو په اوسني قانون کې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشان کمېسیون ته له حده زیات صلاحیتونه ورکړل شوي دي او دغه صلاحیتونه درغلۍ ته لاره حواروي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال وویل، چې د ټاکنو سیستم له اکثریتي نه مختلط لورته واوړي، تر څو په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو ارزښت معلوم شي.

ده وویل، چې د اوسني سیاسي ګوندونه قومي او فردي دي او د یو شخص په چاپېره کې سره راټولیږي او د افغانستان اړتیا داسې ګوندونو ته ده، چې ټول شموله وي.

په ټاکنیز نظام کې د سمون کمېسیون د ولسمشر او اجرایه رییس تر منځ له څوو میاشتو اختلافاتو وروسته په چارو پېل وکړ اوس له یاد کمیسیون نه تمه کیږي، په ټاکنیز نظام کې داسې سمون رامنځته کړي، چې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو مخه ونیول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام