د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، چین له افغان دولته غوښتي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د خپلو اړتیاوو وړ نوملړ چمتو کړي او دوی سره دې شریک کړي.
د مایار په وینا، د عامې روغتیا وزارت له دې وړاندې چین نه غوښتي وو، ترڅو د دغه وزارت د اړتیا وړ وسایل چې د تشخیص کېټونه او محافظتي کېټونه چمتو کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند همدارنګه وايي چې تېرو ۴۸ ساعتونو کې هېواد کې د کورونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
د مایار په وینا، ټاکل شوې نن هرات ولایت کې د کورونا ویروس د تشخیص یو لابراتوار هم فعالیت پیل کړي او تر هغې وروسته به اړتیا نه وي چې هرات نه د کورونا مشکوک موارد مرکزي لابراتوارونو ته ولېږدول شي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د هرات د اسلامکلا پوله کې د مسافرینو ورودي لاره کې د حرارت سنجولو اتومات دستګاه نصب شوې ده.
دغه دستګاه د هغو کسانو د بدن حرارت په اړه چې ټاکلي معیار نه پورته وي خبرداری ورکوي او روغتیايي ډلې همدغه کس په کورونا ویروس د اخته شکمن مورد په توګه پېژني.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ هره ورځ د ورځې له ۱۲ زرو نه تر ۱۶ زرو پورې کسان له ایرانه هرات ته دننه کېږي.