د فهیم فرخاري په نوم یو ځوان ۲۸ ورځې وړاندې په تالقانو ښار کې خپل کور ته له نږدې سیمې تری تم شو او کورنۍ یې څو ورځې وروسته پولیس خبر کړل چې زوی یې یرغمل شوی دی.
پولیسو هم له پېښې یوه اوونۍ وروسته د فهیم فرخاري د یرغمل نیولو په تور درې کسان ونیول.
د فهیم فرخاري او د تالقانو یو شمېر ښاریانو نن په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل چې سیمهییز چارواکي د یاد ځوان د تښتوونکیو په نیولو کې پاتې راغلي دي.
د فرخاري پلار حاجي عاشور وایي، د ولسي جرګې د یوه نوي غړي عبدالله بېک ورور، رووف بېک د ده زوی یرغمل کړی او پولیس یې د نیولو توان نهلري.
د نوموړ:ي په وینا، رووف بېک ورغلی او ورته ویلي یې دي چې په څلورو ورځو کې دې زوی پیدا کوم او دغه راز د عبدالله بېک استازی هم ورغلی او ورته ویلي یې دي چې زوی دې خوشې کوم، خو په وینا یې نه یې بیا رووف بېک لیدلی او نه یې هم زوی خوشې شوی دی.
په همدې حال کې د فهیم فرخاري ورور صفياالله حقجو پر امنیتي ادارو نیوکه کوي او وایي، د عبدالله بېک مشر ورور متین بېک چې د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس دی، په دې قضیه کې لاسوهنه کوي او همدا لامل دی چې امنیتي ځواکونه یې د ورور موندلو په اړه اقدام نهشي کولای.
خو د تخار والي فضلالله مجددي وايي چې امنیتي ځواکونو په یاده موضوع کې پرمختګ کړی دی.
مجددي زیاتوي، د څلورو کسانو له ډلې، درې هغه یې نیول شوي چې د فهیم فرخاري کورنۍ پرې ادعا کړې ده.
د تخار د والي په وینا، یوازې اکبر نومی تښتېدلی چې د هزار سموچ ولسوالي د امنیې قومانداني د استخباراتو مسوول دی
خو د ولسي جرګې نوی غړی عبدالله بېک وایي، په یاده پېښه کې لاس نهلري.
یوه تخارۍ مور: قوماندان مخدوم کفایت مې زامن وژلي
تخار کې د نامسووله وسلهوالو نښتې
تخار کې د جګړې دوام؛ ۳ زره کورنۍ بېځایه شوي
نوموړی زیاتوي، که امنیتي بنسټونه ثابته کړي چې ورور یې رووف بېک پهدې قضیه کې لاس لري، پولیسو ته به یې وسپاري.
د فهیم فرخاري کورنۍ او عبدالله بېک سره ګاونډیان دي.
دا کورنۍ ادعا کوي چې تر دې وړاندې هم څو ځله د عبدالله بېک کسانو هڅه کړې وه چې زوی یې وتښتوي، خو د ځینو کسانو په منځګړیتوب ترې راخوشې شوی و.
د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو لا هم د فهیم فرخاري څرک نهدی لګېدلی.