بغلان کې یوې باوري سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د دې ولایت د ګل‌غونډۍ او تاله‌وبرفک ولسوالیو او بامیان ولایت سره په نښتو سیمو کې د ډبرو سکرو ۴ کانونه د طالبانو په لاس کې دي او د سیمې اوسېدونکیو په وسیله یې وباسي.

په همدې حال کې د بغلان ولایتي شورا رییس محمدصفدر محسیني هم مني چې د دې ولایت ټول کانونه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي. نوموړی وايي، طالبان د دې ولایت د کانونو په اېستلو کې لاس لري او حکومت باید د دوی ترڅنګ، د هغو کسانو مخه هم ونیسي چې دغه ولایت کې د مهمو پروژو د پلي کېدو مخه نیسي.

بلخوا د بغلان امنیې قومندان هم مني چې طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې کانونه راوباسي او وايي دولت د تاله‌وبرفک ولسوالي له لارې په مرکز او یوشمېر نورو سیمو واکمن دي.

خو په شمال کې د ډبرو‌سکرو د تصدۍ رییس عبدالوکیل حمیدي وايي، سره له دې چې طالبان د دې ولایت په ځینو سیمو کې د دوی د کار په‌وړاندې خنډ ګرځي، خو تراوسه د هغوی له لوري د ډبروسکرو کان اېستلو په اړه ورته راپور رسېدلی نه‌دی. د نوموړي په وینا، په تاله‌وبرفک ولسوالي کې ۱۵ نیمه تجهیز شوې زېرمې شته چې د دوی په لاس کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بغلان ولایت تاله‌وبرفک ولسوالي څو ځله د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس‌په‌لاس شوې ده.

د راپورونو له مخې طالبان له هغو موټرو پیسې اخلي چې د دې ولایت له کانونو د ډپرو سکاره لېږدوي، خو په شمال کې د ډبروسکرو د تصدۍ رییس دا موضوع ردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام