طالبان: امريکا د سولې هوکړه نقض کړې

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سر ويلي چې دوی له امریکا سره د سولې تړون ته ژمن دي او دا هغه څه دي چې خپله امریکایانو هم منلي دي؛ خو اوس امريکا دغه هوکړه نقض کړې ده.

په ياده اعلامیه کې راغلي چې  طالبانو په ځلونو له افغان لوري سره خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی ترڅو په هېواد کې یوې سياسي حل لارې او تلپاتې سولې ته ورسېږي؛ خو دې لپاره شرط دا و چې لومړی ۵ زره طالب بندیان خوشې شي چې دا کار لا هم په بهانو ځنډول کېږي.

طالبانو ویلي، دوی له امریکا سره هوکړه کړې وه چې د د سولې د هوکړې له لاسليک نه وروسته به د افغان حکومت په ټولو اډو او کلیوالي سیمو کې بریدونه پیل کړي؛ خو دوی لا هم په لویو ښارونو کوم برید نه دی کړی او نه یې په لویه کچه نظامي عملیات ترسره کړي، خو امریکا او متحدینو یې بیا له هوکړې سرغړونه کړې ده.

طالبانو د بندیانو نه خوشې کول، د طالبانو په مرکزونو بریدونه، د شپني عملیاتو دوام او پر ملکي کسانو هوايي بريدونه، له هوکړې سرغړونه یاده کړې.

اعلامیه کې د طالبانو له قوله راغلي: «موږ له امریکایانو په کلکه غواړو چې د تړون شرایط پلي کړي او د دوی نور همکاران د تړون له بشپړې څارنې خبر کړي.»

طالبانو همدا راز خبرداری ورکړی چې د بریدونو په دوام ښايي دوی هم اړ شي چې غچ واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغان ځواکونو د طالبانو له بریدونو زیاتیدو وروسته د دفاع وزارت هم خپلو ځواکونو ته د فعال دفاعي حالت امر کړی او د برید په صورت کې یې د طالبانو د ځپلو امر کړی دی.

له همدې کبله افغان ځواکونه وایي، ځینو ځایونو کې دوی اړ کېږي چې تاوتریخجن طالبان وځپي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام