طالبانو یوه ښځینه پولیسه چې د کندوز په سرحدي ځواکونو کې دنده لرله، وژلې ده.
په کندوز کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو نن سهار وختي شاوخوا یوه بجه یوه ښځه چې په سرحدي ځواکونو کې وه، د کندوز د درېیمې امنیتي حوزې په سراسیاب سیمه کې وژلې ده.
د سرچینې په وینا، طالبانو نن سهار وختي د یادې ښځې کور ته ورغلي او هغه یې د کورنۍ د غړیو په مخ کې وژلې ده.
سرچینه زیاتوي، یاده پولیسه چینيګل نومېده او له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې کار کاوه.
د کندوز د امنیې قومانداني ویاند هجرتالله اکبري د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، طالبانو یاده ښځه په وحشیانه ډول وژلې ده.
د نوموړي په وینا، طالبانو پرون د کندوز په علياباد ولسوالي کې هم یو ساتنمن وژلی و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.