طالبانو په هلمند کې له دوو ولسوالیو ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړي

طالبانو په هلمند کې يواځې د دوو ولسواليو د برېښنا له عوایدو نه په یو کال کې ۳۰۰ مليونه افغانۍ ترلاسه کړي دي او د سیمه ییزو چارواکو پر وینا طالبان د عوایدو د راټولولو دغه پروسه له تېرو ۱۳ کالو راهیسې دوام لري.

د هلمند ولايتي شورا وايي، چې طالبان د دغه ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د برېښنا د عوایدو تر څنګ د کجکي او موسی کلا ولسواليو د ټرانسپورټ او هټيوعوايد هم ټولوي.

په داسې حال کې، چې په دې وروستيو کې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د برېښنا او نورو عوايدو پر سر د دوو وسله والو ډلو تر منځ جګړه هم رامنځ ته شوې ده.

د ولایتي شورا د غړي او د همدې سیمې د اوسېدونکي ملا عبدالمجید اخندزاده پر خبره، دلته دولت مالیه نه شي ټولولی، ځکه چې د عوایدو ټولې سرچینې له طالبانو سره دي. 

اخندزاده چې له سلام وطندار سره خبرې کولې دا هم وویل، چې طالبان هر کال یواځې د برېښنا د عوایدو له لاره په کجکي او موسی کلا ولسواليو کې ۵ زره لکه پاکستانۍ کلدارې محصول ټولوي او د دې تر څنګ د ټرانسپورټ او یو شمېر هټیو نه عواید تر لاسه کوي، چې د محصول کچه یې تر یادې اندازې هم لوړېږي.

د ولایتي شورا غړی عبدالمجید اخندزاده وایي، چې همدا عوايد د دې لامل شول، چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر منځ پرې نښتې وشوې او يو بل ته يې مرګ ژوبلې اړولې ده.

په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په د طالبانو د زور او د هغوی د نفوذ له امله دولت نه دی توانېدلی، چې په تېرو څو کلونو کې د دې سیمې عواید راټول کړي.

عیسی خان د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکي د ټیلیفون پر کرښه سلام وطندار ته وویل، چې طالبان هره میاشت د برېښنا د لګښت په نامه له هر کور نه ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې، چې شاوخوا ۶۰۰ افغانۍ کېږي؛ ټولوي.

د عیسی خان په خبره، په دې اساس د طالبانو له خوا د یو کلي نه د ټولو شوو عوایدو اندازه ۵ لکه کلدارو ته رسېږي.

د ده په باور، په دغه ځای کې د برېښنا شرکت هم دا جرات نه شي کولی، چې د برېښنا عواید ټول کړي.

هلمند چې تر ډېره په کې پاکستانۍ کلدارې چلېږي؛ طالبانو هم له خلکو همدغه کرنسۍ راټولې کړي دي، چې له همدې امله په لاس ورغلي عواید شاوخوا ۵ سوو زرو کلدارو ته رسېږي، چې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي.

بل لور ته په دې ولايت کې د برېښنا شرکت ریيس انجینیر نصرالله قانع سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دوی په لښکرګاه ښار کې ۳ مېګاواټه، په کجکي او موسی کلا ولسواليو کې اووه نيم مېګاواټه برېښنا مصرفوي او پر وینا یې د همدې اووه نیم مېګاواټه برېښنا عواید طالبان ټولوی، خو د عوایدو د کره شمېرې په اړه یې معلومات نه لري.

د انجینیر قانع په خبره، دا یو کال نه دی، بلکې له تېرو ۱۳ کالو راهیسې طالبان له دغې عایداتي سرچینې نه ګټه اخلي. 

د برېښنا رییس وايي، چې هر کال په لښکرګاه کې ۸۰ مليونه افغانۍ عوايد ټولوي، په داسې حال کې چې له وړاندې يې دولتي ادارې اوځېنې اوسېدونکي ۱۲۰ مليونه افغانۍ پوروړي دي.

د ده پر وینا، ځېنې وخت د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې تخنيکي ستونزې رامنځ ته کېږي او د جوړولو پر وخت یې وسله وال طالبان د فعاليتونو مخه نه نيسي.

د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د برېښنا دا پیسي په داسی حال کې ټولېږي، چې د دې ولایت په ډېرو نورو سیمو کې هم له موټر چلوونکو نه د حق العبور په نامه پيسې اخلي او دا د دې معنا ورکوي، چې طالبان په دې سیمه کې طالبان له دولت نه زیات عواید ټولوي او د ټولولو پر مهال یې له هیڅ ستونزې سره نه مخ کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام