د سرپل ولایت د سانچارک ولسوال نقیبالله دقیق سلاموطندار ته وویل، طالبانو په دې ولسوالي کې له وروسیتو جګړو راهیسې د ۱۴ ښوونځیو دروازې تړلې دي.
دی وایي پهدې سره ۱۵ زره زده کوونکي چې نجونې او هلکان دي، له زده کړو پاتې او ښوونځي یې پر پوځي اډو بدل شوي دي.
د دقیق په وینا، د طالبانو لاس ته د تیبر، تغای خواجه، دوتوم، ګذر، لنګر بابه قوزي او ګجوا کیلو له لوېدو وروسته دا ښوونځي تړل شوي دي.
په همدې حال کې د سرپل د ولایتي شورا رییس محمدنور رحماني په دغه ولایت کې د ناامنیو ډېرېدو په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي، اوس ۷۰سلنه ښوونځي د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي.
نوموړی زیاتوي، په یادو ښوونځیو کې د زده کړو نصاب هم سم نه پلی کېږي.
خو د سرپل د پوهنې رییس احمدخان بېګزاده له سلاموطندار سره د په اړیکه کې هم دپه یاده ولسوالي کې د ۱۴ ښوونځيو تړل کېدل مني.
په همدې حال کې د تخار د پوهنې ریاست مرستیال حسامالدین نظري هم سلاموطندار ته وویل چې اوس په دشتکلا ولسوالي کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د نجونو ۴ ښوونځي تړلي دي.
اړوند مطالب:
بادغیس؛ ۵۹زره ماشومان ښوونځي ته نهشي تللی
تخار کې ۳۰ سلنه زدهکوونکیو ښوونځي خوشې کړي دي
طالبانو په سرپل کې د نجونو ۱۳ ښوونځي تړلي
د نظري په وینا، دا ستونزه په خواجه غار ولسوالي کې هم شته، خو تراوسه پهکې ښوونځي نهدي تړل شوي، خو نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي.
دی زیاتوي، له طالبانو سره د سیمې مشرانو خبرې روانې دي چې د ښوونځیو تړل کېدو مخه ونیسي.
طالبانو په تېرو کلونو کې هم د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین، ینګيکلا او دشتکلا ولسوالیو په ځینو سیمو کې د منځنیو ښوونځیو او لېسو نجونې له زده کړو ګرځولې وې، خو هاغه مهال دا ستونزه د سیمهییزو مخورو په منګړتوب لرې شوې وه.
خو د طالبانو ویاند په تخار او سرپل ولایتونو کې د ښوونځیو تړل کېدل ردوي او وایي، ښوونځي او دیني مدرسې باید وساتل شي، خو یادې ډلې د نجونو زده کړو د دوام په اړه څه نهدي ویلي.