طالبانو په جوزجان کې یو ماشوم وژلی

د طالبانو ډلې د جوزجان ولایت په قوش‌تپې ولسوالۍ کې یو ۸ کلن ماشوم باندې ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته ویلي چې طالبانو نن سهار د محمدهارون په نوم یو ۸ کلن ماشوم په‌دې تور وژلی چې امنیتي ځواکونو ته یې اوبه وړلې.

د سرچینې په خبره، ځايي اوسېدونکیو د دې ماشوم جسد پیدا کړی او د هغه کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق د دې خبر په تایید سره وايي چې طالبانو دا ماشوم د قوش‌تپې ولسوالۍ په خانقاه کلي کې وژلی او بیا له سیمې تښتېدلي دي.

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دې موضوع په اړه د پلټنو د پيل کېدو خبر ورکوي او وایي چې د دې ډلې کسان دا ډول کارونه نه‌کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام