طالبانو په تخار کې یو ښوونځی سوځولی او د خلکو کورونه لوټلي

د تخار په خواجه بهاالدین ولسوالي کې ځینې سرچینې وايي چې طالبانو په دغې ولسوالي کې یو ښوونځی سوځولی او د ملک احمد تاتار په ګډون یې د یوشمېر کسانو کورونه لوټ کړي دي.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالب جنګیالیو نن سهار «په لاله‌ګذر» ولسوالي کې د یوه ښوونځي تحویل‌خانه سوځولې او بیا یې د ملک احمد تاتار په ګډون د یوشمېر کسانو کورونه لوټلي دي.

په یاده ولسوالي کې ځینې نورې سرچینې وايي، طالبانو د دغه ښوونځي تحویل‌خانه ځکه سوځولې چې په څنګ کې یې د ولسوالي پاڅونوال سنګر و. د سرچینې په وینا، طالبان د خواجه‌بهاالدین ولسوالي د مرکز تر یوکیلومترۍ پورې رسېدلي دي.

د تخار محلي او امنیتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو په دغه ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وايي، په خواجه‌بهاالدین ولسوالي کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې له ۳۰ ډېر طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې په یاده ولسوالي کې د ښوونځي سوځول او د خلکو د کورونو لوټل د دوی کار نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په تخار کې ځینو سرچینو وویل چې طالبانو د خواجه‌بهاالدین ولسوالي ځینې برخې نیولي دي. د سرچینې په وینا، د ملک احمد تاتار په مشري ولسي پاڅونوال د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام