.jpg)
د بغلان ولایت د ډنډغوري سیمې اوسېدونکي وايي، چې وسله والو طالبانو په تازه ګۍ سره په دې سیمه کې «امرباالعروف او نهی عن المنکر» څانګه پرانیستې ده.
دغه خلک وايي، چې د طالبانو د امرباالمعروف څانګې مسوول کسان د ځوانانو لوی ویښتان قیچي کوي او هغه ځوانان چې پتلون اغوندي؛ ګواښي یې او خلکو ته یې امر کړی، چې ږیرې پرېږدي.
د بغلان ولایت د ډنډغوري سیمه په شمال کې د وسله والو طالبانو مهم مرکز ګڼل کيږي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګلاب منګل شاوخوا ۵ میاشتې مخکې د یو پلاوي په مشرۍ ډنډې غوري سیمې ته تللی و او هلته یې د دې سیمې له ۱۱مشرانو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی وو.
د دغه تړون له مخې باید امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې له عملیاتو کولو ډډه کړې وی او وسله والو طالبانو هم د کابل بلخ لوی لارې د ناامنه کولو ډډه کړې وی.
خو په ورته وخت کې مدني فعالان او د بغلان ولایت چارواکي په دې باور دي، چې دغه هوکړه لیک په ډنډغوري سیمه کې د دې لامل شو، چې وسله وال طالبان قوي هډه جوړه کړي؛ خو حکومتي چارواکي بیا له دې هوکړه لیک دفاع کوي او دا د سیمې د وضعیت په ګټه بولي.
.jpg)
محمد عثمان چې د ډنډغوري سیمې اوسېدونکی دی؛ نوموړي سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی، که هر څوک ږیره وخریي او اوږده ویښتان پرېږدي سخته سزا به ورکول شي.
محمد عثمان وویل، چې دطالبانو د دغه خبرداري له امله زیات شمېر ځوانانو سیمه پریښې ده.
د بغلان ولایت د امنیت امر عبدالرشید بشیر د طالبانو له خوا د امر باالمعروف څانګې جوړول مني او وايي، چې خلک یې خپلو ټاکلو قوانینو ته اړ کړي دي.
بشیر وايي، چې په ډنډغوري سیمه کې چاڼیز عملیات ادامه لري او ډېر ژر به دغه سیمه له طالبانو پاکه شي.





