طالبانو نن سهار ۲بجې پر فراه ښار له څوو خواوو نه بریدونه وکړل او اوسمهال د افغان امنیتي ځواکونو او د دې وسلهوالې ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.
د فراه ښار ځېنې اوسېدونکي وايي چې طالبان د خلکو له کورونو نه د سنګر په ډول کار اخلي او خلک لهدې ښاره د تېښتې په حال کې دي.
دوی وايي چې د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر هم وژل شویدی.
د فراه ولایتي روغتون یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې تر اوسه دې روغتون ته د افغان ځواکونو ۲ جسدونه، ۱۶ ټپيان او ۵ ټپي ملکیان ور وړل شويدي.
په ورته مهال په فراه کې د ملي اردو ویاند نورالحق خالقي سلام وطندار ته وویل چې فراه ښار ته په زرګونو ملي امنیتي ځواکونه او څو هالیکوپټرې د طالبانو په شا کولو پسې لېږلې شوې چې هغوی محاصره کړي.
د ملي اردو د ویاند په خبره، پهدې نښته کې تر اوسه ۸ طالبان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي. د ده په خبره، ۵ امنیتي ځواکونه هم ټپیان شويدي.
په همدې حال کې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د فراه ښار ځېنې برخې یې نیولې دي.