د هرات د والي وياند احسان الله حیات سلام وطندار ته وویل، چې نن سهار طالبانو د هرات ولایت شینډنډ ولسوالي پر مرکز او څلورو پوستو ډله ییز برید کړی.
نوموړي زياته کړه، چې جګړه اوس هم دوام لري او تر اوسه د جګړې د اوښتي زيانونو په اړه کره معلومات په واک کې نه لري.
په همدې حال کې د هرات ولایت ځینې اوسېدونکي وايي، چې شاوخوا ۲۰۰ طالب وسله وال پر شينډنډ ولسوالۍ د څلورو خواوو برید کړي.
دوی سلام وطندار ته په ټېلفوني اړيکه کې ويلي، طالبانو ځايي اوسېدونکو ته ګواښ کړی، چې خپل کورونه او دوکانونه پرېږدي کنه نو دوی به يې وسوځوي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې اوسمهال يواځې د شینډنډ ساختمان د افغان امنيتي ځواکونو په ولکه کې ده.
اوسېدونکو زیاته کړې، چې لومړی طالبانو د نجونو پر ښوونځي برید وکړ او اوس د همغه ښوونځي څخه پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.