طالبانو سره د ځینو محلي پولیسو مرستې په سرپل کې د ناامنۍ زیاتېدو سبب شوی

 

د سرپل د ولایتي شورا غړي د طالبانو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، چې دوی په دې ولایت کې د ځان له‌پاره پوځي پټنځایونو او مرکزونو سربیره د ماین جوړونې شبکې هم فعالې کړې دي.

د یاد ولایت د ولایتي شورا رييس محمد نور رحماني ددغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه او سلام وطندار ته یې وویل چې د کوهستاناتو ولسوالۍ له سقوط وروسته وسله والو طالبانو بهرني روزونکي راوړي او په دې ولسوالي کې یې د پوځي زدکړو مرکزونه جوړي چې له امله یې امنیتي وضعیت هم خراب شوی دی.

د رحماني پر وینا، وسله والو طالبانو د کوهستانات ولسوالۍ د محلي پولیسو په منځ کې غچ اچولی او نا سمه ګټه ترې اخلي.

هغه وویل:" نه یواځې ماینونه بلکې ټول د تجهیزاتو مرکزونه دښمن په لاس کې لري. مرکزونه یې جګړي، د روزنې له پاره یې په کوهستانات ولسوالۍ کې مرکزونه جوړ کړي، چې د سرپل ولایت له پاره یې ننګونې ډيرې کړي دي. دښمن له مختلفو تکتیکونو یې استفاده کړې تر دې چې دمحلي پولیسو په منځ کې یې قومانان او ډلګي مشران خبل کړي چې له امله یې مونږ د یو لړ مشکلاتو شاهدان یو."

په همدې حال کې د کوهستانات ولسوالۍ د هغو سیمو خلک چې د ناامنۍ او د طالبانو له لخوا دهغوی په سیمه کې د ځای پر ځای شويو ماینونو له امله خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي حکومت د امنیت په راوستلو کې په نا توانۍ تورنوي.

دوی له حکومت غواړي چې په دې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو په جوړښت بیا کتنه وکړي.

د کوهستاناتو ولسوالي دوه تنو اوسېدونکو ګل احمد او نجیب الله په دې اړه سلام وطندار ته وویل: "دلته دوی روزل شوي کسان لري چې ماینونو ته چمتو وي، دولت باید دوی څارنې اود کړنو د کنټرول له پاره نظارت ولري.که اربکیان وي که محلي پولیس باید هلته د هغوی له کړنو څارنه وکړي هغوی دې په ګډه کار وکړي چې امنیتي مشکلات ختم شي."

"هسې نه چې طالبانو سره یې لاس یو کړی وي او مونږ یې هم په لاس ورکړي هلته شاوخوا ۳ زره طالبانو پرمختګ کړی دییواځې ولایت حکومت سره دی ولسوالۍ ټولې د طالبانو سره دي که وضعیت همداسې وي نو کیدی شي وضعیت نور هم خراب شي "

د سرپل ولایت د امنيتي وضعیت د اندېښنو په اړه د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام وطندار ته وویل، څه موده وړاندې د کوهستانات ولسوالۍ مهمې پوستې محلي پولیسو طالبانو ته پرېښې وې.

خو اماني ډاډ ورکوي چې ډير ژر به د محلي پولیسو په منځ کې هغه کسان مجازات کړي چې په دنده کې یې ناغیړي کړې او څارنوالی ته به یې ور وپيژني.

په دې ولایت کې د  وسلهوالو طالبانو سره د محلي پولیسو په همکاریو له څه مودې راهیسې نیوکې پیل شوي دي او د کوهستاناتو ولسوالي د سقوط قضیې ته هم د طالبانو او محلي پولیسو ترمنځ اړیکو ته غوټه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام