د ۱۳۹۸ کال امنیتي پلان تصویب شو

د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې د لوړیو امنیتي چارواکیو غونډه جوړه شوه چې په‌کې د ۱۳۹۸ کال امنیتي پلان تصویب شو.

په دې غونډه کې چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د امنیتي ادارو نورو مسوولانو برخه اخېستې وه، د ۱۳۹۸ کال پر امنیتي پلان هراړخیز بحث وشو.

د خالد په نوم د ۱۳۹۸ کال امنیتي پلان له مخې به د هېواد په کچه امنیتي وضعیت ښه شي، تر ګواښ لاندې سیمې به په نښه، د ټاکنو امنیت خوندي، دوښمن به وځپل شي او د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې مخه به ونیول شي.

اړوند مطالب:

«خالد» پوځي عملیات؛ په نوروز کې به امنیتي وضعیت ښه وي

سرتېری: بریالي عملیات مې خوږې خاطرې دي

سرپل کې د ولید ۳۸ عملیاتو پیل؛ سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام