د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې طالبانو د بهارک په ولسوالۍ کې د پولیسو ۶ سرتېري وژلي دي.
د والي ویاند نوید فروتن سلام وطندار ته ویلي دي، چې د سرخم بهار پوستې دغه سرتېري هغه وقت پرې د ګولیو باران وشو، چې د جمعې لمونځ یې ادا کولو.
د فروتن پر وینا، طالبان په ولسي موټرو کې سیمې ته را دننه شوي وو.
له بل لوري وسله والو طالبانو د یوې خبرې پاڼې په خپرولو سره ادعا کړې ده، چې د بهارک په ولسوالۍ کې یې پرون ماسپښین شاوخوا ۱۲ بجې د سیمه ییزو پولیسو یوه پوسته یې نیولې ده.
د طالبانو په خبر پاڼه کې لیکل شوي دي، چې په دې نښته کې د سیمه ییزو پولیسو ۷ سرتېري وژلي، یو عراده ټانک، رنجر او یو شمېر وسلې یې له ځانه سره وړې دي.
د طالبانو یو نومول شوی ولسوال و نیول شو
په ورته وخت کې فروتن وايي، چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت کشم ولسوالي ته د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال له ۶ تنو سره نیولی دی.
د والي ویاند وايي، چې نیول شوی ولسوال قاري ناصر نومیږي.
نوموړي وايي، قاري ناصر له یو سراچه ډوله موټر سره چې چاودېدونکي مواد، درنې او سپکې وسلې په کې بار وې د کشم ولسوالۍ له ایورزن په کلي کې نیول شوی دی.
د والي ویاند زیاتوي، چې کشم ته د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال په دې ولایت کې په څوو بریدونو او د ایورزن په کلي کې د یوه مېرمنې په ډاګیزه محاکمه هم لاس در لود.
د یوه خبریال وژل کېدل
د یوبل خبر له مخې یما بهروز بدخشان میشتی خبریال تېره شپه شاوخوا ۲ بجې په خپل کور کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله ووژل شو.
دغه ماین د وژل شوي خبریال د کوټې د دروازې په دستګیر کې ځای پر ځای شوی و.
د بدخشان د والي ویاند د خبر پخلی کوي او وايي، چې د وژل شوي خبریال پلار د ملي امنیت کار کوونکی دی ښايي، چې موخه یې پلار وي.
فروتن وايي، چې تر اوسه پورې د پېښې اصلي لامل معلوم نه دی او په دې برخه کې د پولیسو څېړنې روانې دي.