د افغانستان لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ سیمه ییز چاراکي وايي، چې د پاکستان حکومت په یاده ولسوالۍ کې د چورلکې د تښتول شویو کسانو د خلاصون په موخه دې ولسوالۍ ته يو پلاوى استولى دى.
د لوګر د ازرې ولسوال حمیدالله حمید سلام وطندار ته وویل، چې د يادو کسانو د خلاصون له پاره د افغان پلاوي او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي.
د هغه پر وينا، د يادو کسانو د خلاصون په موخه د پاکستان حکومت پرون يو پلاوى ازرې ولسوالۍ ته استولى، چې له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.
د ولسوال پر وینا، په دغه پلاوي کې د ډيورند کرښې اخوا قومي مشران، ځينې افغانان، د پاکستان د پوځ د وياند مرستيال او ځيني نور کسان شامل دي.
حمید وایي، چې وسله والو طالبانو د پاکستانۍ چورلکې د سپرلۍ د خلاصون په بدل کې له پاکستان څخه د طالب مشرانو د خلاصون او په پاکستان کې د تل له پاره د اوسیدو اجازه غوښتلې ده.
حمید زياته کړه، چې په پېښور او کوېټې کې د وسله والو طالبانو شوراګانو په ازره کې پر طالبانو فشار راوړى، چې نيول شوي کسان د پاکستان حکومت ته وسپاري.
د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر غړي د پاکستانۍ چورلکې د ټولې سپرلۍ د روغتیا ډاډ ورکوي او وایې، چې د هغوی د خوشې کېدو هڅې روانې دي.
د دغې شورا یوه غړي عبدالولي وکیل د پنجشنبې په ورځ(اګسټ ۱۱مه) سلام وطندار ته وویل، چې له طالبانو سره په دې برخه کې د لوګر د قومي مشرانو خبرې هیله بخښونکي وې او ډېر ژر به دا خبرې نتیجه ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د دغو کسانو د خوشې کولو په بدل کې شرطونه ایښي دي.
چارواکي وایې، دغې پاکستانۍ چورلکۍ تېره پنجشنبه د تخنیکي ستونزو له امله د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه او سپرلۍ یې، چې شپږ پاکستانیان او یو روسی انجینیر و، طالبانو یرغمل کړل.
د راپورونو له مخې په دغو سپرلیو کې د پاکستان د لوی درستیز راحل شریف زوم هم شامل و.
د پاکستان صدر اعظم نواز شریف وویل، چې د دغو کسانو د خلاصون له پاره به پاکستان د خپلو رسمي او غېر رسمي اړیکو کار واخلي.
له هغه وروسته د ځينو نظامي او سیاسي چارو کارپوهانو سره هم ځينې تخنیکي او نظامي سوالونه ناحل شوي پاتې دي.
دوی دلیل راوړي، چې یوه خرابه چورلکه به هیڅکله هم له پاکستان روسيې ته سفر و نه شي کړلای.
همدارنګه ځينې د چورلکې انجینیران بیا وايي، که چېرې په کوم هیلیکاپټر کې ستونزې وي، نو خپله هغه نه، بلکې د هغه ماشین انتقالیږي.
له بل لوري داسې نا تایید شوي راپورونه هم خپاره شول، چې دغه چورلکه د ننګرهار ولایت داعش وسله وال تمویلول او د پېسو د تقسیم په وخت کې د دوو طالب وسله والو ترمنځ د جنجال له امله چورلکه ویشتل شوې ده.
د پاکستان دغه نظامي چورلکه اوس د کره څېړنو له پاره کابل ته راوړل شوې ده او له همغې ورځې وروسته د حکومت له خوا تازه جزیات نه دي خپاره شوي.
د افغانستان ولسمشر امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې دغه یرغمل شوي کسان د طالبانو له منګولو را خوشې کړي او یو پلاوی هم د دې بيړنۍ ناستې د څېړلو له پاره ګومارل شوی دی.