طالبانو د فاریاب کوهستان کې خلک له کرنې منع کړي

د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندان ناصرخان سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو د ۶ کلیو پر اوسېدونکو چې د دولت تر حاکمیت لاندې دي، اقتصادي بندیز لګولی دی.

د کوهستان ولسوالۍ امنیې قوماندان په وینا، طالبان ـ چې کومو سیمو کې ژوند کوي ـ اجازه نه‌ورکوي چې ارتزاقي مواد د دې ولسوالۍ مرکز ته راوړل شي او همدارنګه طالبانو د دې سیمو کروندګر له کښت او کرنیزو چارو څخه هم منع کړي‌دي.

د ده په خبره، طالبانو د خپلې کنترول لاندې سیمو کې خلکو ته ویلي چې د کرنې منع شویو کلیو ته خوراکي توکي هم ونه لېږدوي او لارې یې هم پرې تړلې دي.

د کوهستان ولسوال روح‌الله میرزاد هم سلام وطندار ته وايي، طالبانو د یادو کلیو بزګران له دولت سره د همکارۍ په دلیل له کرکیلې منع کړې‌دي.

ښاغلی میرزاد وايي چې طالبان په‌دې ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره د مخامخېدو توانايي نه‌لري؛ ځکه خو د اقتصادي تحریم له لارې په امنیتي ځواکونو د فشار راوړلو هڅه کوي.

د فاریاب د ولایت مقام ویاند احمدجاوید بیدار د طالبانو له لوري له‌دې تحریم نه بې‌خبري ښيي.

طالبانو تراوسه په‌دې اړه په رسمي ډول رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

کوهستان د فاریاب یوه تر ټولو لېرې پرته ولسوالي ده. کوهستان کې ۱۰۰زرو ډېرې کورنۍ اوسېږي او شاوخوا ۱۳۴کلي لري چې له‌دې جملې یوازې ۶ کلي یې د دولت تر کنټرول لاندې او پاتې نورې یې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

د سیمې خلک وايي، طالبان په دا ډول تحریمونو سره غواړي چې د دولت تر حاکمیت لاندې کلي هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ورته مطالب:

فاریاب؛ طالبان ښځې او ماشومان د سپر په توګه کاروي

طالبانو د فاریاب په شېرین‌تګاب ولسوالي کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی

د فاریاب کوهستان کې هېڅ دولتي اداره فعالیت نه‌لري

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام