د فاریاب د ولایتي شورا غړي عبدالاحد ایلبیګ سلاموطندار ته وویل چې طالبان چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې هر څه وغواړي، پلي کوي یې او په تازه اقدام کې یې د فاریاب په شېرینتګاب ولسوالي کې د نوي قانون په وضعه کولو سره نجونې له زده کړو منې کړې دي.
د ایلبېګ په وینا، د ناامنیو ډېروالی او په ولسوالیو کې د سیمو سقوط د طالبانو د ځواکمنېدو او پر خلکو د صحرايي قوانینو وضعه کېدو لامل شوي دي.
د فاریاب د شېرینتګاب ولسوالۍ سرپرست سیدشرفالدین هم سلاموطندار ته وویل چې طالبانو د دې ولسوالۍ قومي مشرانو ته ګواښ کړی، که نجونې ښوونځي یا پوهنتون ته ځي، باید له هلکانو بېلې وي، کهنه خوشې دې کړي او که داسې یې و نهکړل، سزا به ورکړي.
په همدې حال کې د شېرینتګاب ولسوالي اوسېدونکې چې مستعار نوم یې مونسي ده سلاموطندار ته وویل چې د طالبانو له وېرې په مېمنې ښار کې له خپلوانو سره اوسېږي. د نوموړې په وینا، طالبانو یې کورنۍ ته ګواښ کړی چې لور یې باید زده کړې پرېږدي.
د فاریاب شېرینتګاب ولسوالي د طالبانو مسوول حاجي متینبېګ هم د دغه قانون وضعه کول مني او وايي، طالبانو د تېرې جمعې په ورځ په یوې غونډې کې داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې نجونې په پوهنتونو کې د زدهکړو حق نهلري. دغه راز په غونډه کې پرېکړه وشوه چې ښځې به بازار ته هم نه ځي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د فاریاب د علماوو شورا د یوه ځانګړي قانون په وضعه کولو سره په دولتي او غیر دولتي غونډو کې د نجونو له لوري پر ترانو لوستلو بندیز لګولی و او دغه راز یې په پوهنتونو کې د نجونو د ځانګړیو ټولګیو د جوړېدو غوښتنه کړې وه.