د غزني په ولایتي شورا کې د مالستان ولسوالۍ استازي وایي چې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د جګړې له پای ته رسېدو سره طالبانو په دوه خواوو نه د غزني تر ټولو په امن «مالستان» ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او همدا اوس د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه د دې ولسوالۍ په څوو برخو کې دوام لري.
د غزني د ولایتي شورا مشره لطیفه اکبري وایي چې طالبانو نن غرمه د جګړې لمن تر مرادینه بازاره غځولې او خپل بریدونه یې د ولسوالۍ په مرکز پیل کړيدي.
بلهخوا د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې طالبان د ولسوالۍ یو کیلومټرۍ ته نږدې د خلکو په کورونو کې دېره شوي او په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
د مالستان اوسېدونکي نظامي مسوولان په بېغورۍ تورنوي او وایي چې هغوی باید د طالبانو لارې د ولسوالۍ په سرحدونو کې تړلې وی.
د جګړې له سیمې د مالستان دوه تنه اوسېدونکي خالق داد فطرت و طاهر رحماني وايي چې د ولسوال په ګډون هېڅ چارواکی نهشته چې له خپلې وېرې هم په دې ځای ورحمېږي. دوی د یو لوی ناورین اندېښنه لري او له امنیتي او دفاعي بنسټونو غواړي چې د امنیت په ښه والي وار لومړی کړي.
د مالستان سیمهییزو مسوولانو او د غزني امنیه قوماندان د سلام وطندار پرلهپسې اړیکو ته ځواب ور نهکړ؛ خو د غزني والي ویاند محمدعارف نوري په مالستان د طالبانو برید ردوي او وایي چې دا د طالبانو تبلیغاتي جګړه ده.
ویل کېږي چې طالبان د جاغوري ولسوالۍ شاوخوا ته د خپلو ډېرو جنګیالیو په راټولولو بوخت دي چې له سره په یاده ولسوالي خپل بریدونه پيل کړي.