د دایکندي د ولایتي شورا غړی غیرتعلي جواهري سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو درې ورځې وړاندې د یادې لارې په تړلو سره ۱۷ موټر چې ۷ یې د سپرلۍ او ۱۰ نور یې باروړونکي دي، له سپرو کسانو سره یرغمل کړي دي.
یرغمل شوي کسان د دایکندي د کجران او کیتي ولسوالي اوسېدونکي او هزارهګان دي.
جواهري وايي، طالبانو د یادو کسانو د یرغمل کولو لامل د دوی تر واکمنۍ لاندې سیمو نه کجران ولسوالي ته د یوه نارینه او نجلۍ تښتېدل په ګوته کوي او وايي، که یاد دوه کسان ورته ونه سپارل شي، نور کسان به هم یرغمل کړي.
د جواهري په وینا، یاد دوه کسان د روزګان ولایت ګیزاب ولسوالي ته تښتېدلي دي.
د دایکندي امنیتي چارواکي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي چې طالبانو یاد موټر او خلک د کجران ولسوالي په غرمه سیمه کې درولي دي.
د دایکندي امنیه قوماندان غلامسخي غفوري وايي چې د کجران ولسوالي محلي چارواکو او قومي مشرانو د یادو کسانو د را خوشې کولو لپاره له طالبانو سره خبرې پیل کړي او تر به سبا به موضوع حل شي.
د هغه په وینا، اوس یوازې د دایکنديـبامیان لویه لار پرانېستې او پاتې نورې یې د طالبانو موجودیت له کبله تړل شوې دي.
خو د دایکندي د ولایتي شورا غړي وايي، د طالبانو سره قطعه او لسګونه نور جنګیالي د کجران ولسوالي شاوخوا ته را ټول شوي، څو پر یادې ولسوالي برید وکړي او ویې نیسي.
کجران، د دایکندي یوه ناامنه ولسوالي ده چې ډېر کله د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ پهکې نښتې کېږي.