طالبانو د برېښنا یو شرکت ۷ کارکوونکي تښتولي

طالبانو نن سهار ۱۰ بجې په بغلان کې ۶ هندي اتباعو په ګډون د برېښنا یو قراردادي شرکت ۷ تنه کارکوونکي تښتولي دي.

سرچینې وايي، د برېښنا شرکت دا کارکوونکي هغه مهال د طالبانو د یو سرګروپ قاري نورالدین له لوري په د پلخمري شمالي باغ ساحه کې تښتول شوي چې د پلخمري خواجه‌الوان برېښنا سب‌سټېشن په لوري روان وو.

په بغلان کې د غوري برېښنا ریاست یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، تښتول شوي کسان د « KEC» قراردادي شرکت اړوند دي.

د بغلان ولایتي شورا مرستیال فېروزالدین ایماق سلام‌وطندار ته وویل، دغه کسان نن شاوخوا ۱۰بجې تښتول شوي دي.

ښاغلی ایماق د بغلان امنیتي وضعیت نه اندېښنه څرګندوي او له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غواړي د دغه ولایت امنیتي ځواکونو ته لا زیات تجهیزات واستوي.

د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وايي، د طالبانو یو قوماندان قاري شاهین دغه هندي انجینیران او د هغوی افغان همکار تښتولي او د پلخمري ډنډ شهاب‌الدین اړوند واصغري سیمې ته یې لېږدولي دي.

د بغلان پولیسو ویاند ټینګار کوي د تښتول شویو کسانو موندلو او خوشې کولو له‌پاره د پولیسو هڅې پیل شوي دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دی ویلي.

د پلخمري دشت خواجه الوان برېښنا سب سټېشن جوړولو چارې د تېرکال په وروستیو کې د اوبو او برېښنا وزیر له لوري پرانیستل شوې.

دغه سب ستیشن د اسیا پرمختیايي بانک له مرستو د ۴۹.۷میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د هندي KEC کمپنۍ له لوري جوړیږي.

ویل کېږي د دغه سب ستیشن ۵۰ سلنه چارې بشپړې شوي خو د امنیتي ګواښونو له امله پڅې پرمخ ځي.

دغه سب ستیشن د ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري چې په بشپړېدو سره به یې بغلان او کابل کې د برېښنا کموالي ستونزه حل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام