طالبانو د امنیتي ځواکونو یونیفرم نه، په استفادې ۶ سیمه ییز پولیس وژلي

د کندوز ولایت د سیمه ییزو پولیسو مسوولین وايي، وسله والو طالبانو د یک شنبې په شپه شاوخوا یوه بجه د ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند زاخېلو سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په پوستې برید کې ۶ پولیس یې وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

د سیمه ییزو پولیسو د دې پوستې قوماندان شریف الله د برید پرمهال کور کې و.

نوموړي سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو لومړی له پوستې د باندې ۴ پولیس اسیر نیولي او وروسته د مرستندویه ځواکونو په نوم پوستې ورداخل شوي او ۲ نور پولیس یې په پوسته کې وژلي دي.

دی واي، چې طالبانو څلور نیول شوي پولیس د چهاردرې سیند ته څېرمه په ګولیو ویشتلي دي.

شریف الله زیاته کړه، طالبانو ۶ میله کلاشینکوف، یو راکټ او یوه پیکا هم له ځانه سره وړي دي.

خو د کندور ولایتي شورا غړي صفي الله امیري سلام وطندار ته وویل، د دې پوستو یو پولیس طالبانو سره اړیکې لرلې؛ د پیرې پرمهال یې خپل ۶ سنګروال وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

د ده، په خبره، دغه نفوذي عسکر له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

په ورته وخت کې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د زاخېلو سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په پوستې برید کړی؛ ۸ عسکر وژلي او مهمات یې له ځانه سره وړي دي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د کندوز امنیې قوماندان نظر هم واخلو؛ د پرلپسې اړیکو سره بریالي نه شو.

شاوخوا څلور میاشتې مخکې هم د کندوز په مرکز کې د ملي اردو په یوې پوستې د طالبانو برید کې ۹ تنه سرتیري وژل شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام