طالبانو د امنیتي ځواکونو د یو میلیون ډالرو په ارزښت تجهیزات وړي

د هېواد په لوېدیځ زون کې یوې معتبرې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، په تېرو دوو ورځو کې د فراه بالابلوک او لاش‌وجوین ولسوالیو او د فراه ښار په یوې څنډه کې د طالبانو په ډیله‌ییزو بریدونو کې د عامه‌نظم، پولیسو او اردو ۵۰ تنه سرتېري وژل شوي دي.

د سرچینې په خبره، په هلمند ولایت کې د طالبانو خلاف د امنیتي ځواکونو عملیاتو پیل سره سم طالبانو د فراه په دغو ولسوالیو او د ښار په یوې څنډې ډله‌ییز بریدونه وکړل.

دغه امنیتي سرچینه وايي، طالبانو د دغو سرتېرو له وژل کېدو وروسته د ملي اردو ۵ هاموې زغره‌‌وال او یو ټرک سوځولي او درې هاموې‌ زغره‌وال او یو ټرک یې له لسګونو میلو درنو او سپکو وسلو سره وړي دي.

زیاتوي چې د طالبانو له‌خوا وړل شوي او سوځول شوي نظامي تجهیزاتو لګښت له یو میلیون ډالرو زیات دی.

خو د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، د طالبانو د تېرې شپې په برید کې ۱۵ تنه سرتېري وژل شوي دي او د طالبانو له‌ لوري د نظامي تجهیزاتو وړل او سوځول ردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام