طالبانو بېګا د غزني په ۴ ولسوالیو برید کړی

دې وروستیو کې د غزني امنیتي وضعیت تر بل هر وخت زیات ترینګلی ښکاري. غزني ښار ته ټولو تلونکیو لارو او څلورلارو کې پوځي ځواکونه مېشت شوي‌دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي او پوځي مسوولان وايي، طالبانو بېګا شپه یو ځل بیا په اندړ، ګیلان، جغتو او زنه‌خان ولسوالیو بریدونه کړي‌دي.

د هېواد په سویل‌ختیځه حوزه کې د ۲۰۳ تندر قول‌اردو قوماندان شعورګل چې د غزني د جګړې مدیریت په غاړه لري؛ وايي، امنیتي ځواکونو د تېرې شپې نښتو کې وسله‌والو طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.

د ښاغلي شعورګل په وینا، دغو نښتو کې ۵۰ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د غزني ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي، پرونیو نښتو کې ۱۵ امنیتي ځواکونه زنخان ولسوالۍ او ۱۱ نور هم جغتو ولسوالۍ کې وژل شوي او ۸ تنه ټپیان دي.

د ښاغلي فقیري په وینا، طالبانو تېره شپه د څوو ساعتونو له‌پاره د جغتو ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ او زنخان ولسوالۍ کې د پولیسو ۳ پوستې ولکه کړې او له دغو دوو ولسوالیو یې ډېرې وسلې او مهات ځان سره وړې دي.

غزني ښار ته په نږدې ولسوالیو او د ښار په دفاعي پوستو د طالبانو وروستي بریدونه، د غزني اوسېدونکو د اندېښنې لامل شوي چې ان غزني ښار کې د خلکو حضور کم شوی‌دی.

طالبانو هم ادعا کړې چې دوی بېګا یې جغتو ولسوالۍ نیولې وه او امنیتي ځواکونو ته یې له درنو تلفاتو اړولو وروسته د هغوی نقلیه‌وسایط او ډېرې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام