
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي تېره ورځ یې د مرکز پلعلم اړوند په پادخواب کلي کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۰۰ تنه له طالبانو سره د اړیکو په تور نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي سلاموطندار ته وویل چې په روانو عملیاتو کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د مرکز پلعلم اړوند د پادخواب کلي یو اوسېدونکي بسمالله سلاموطندار ته وویل د مليامنیت ځواکونو له تېرې ورځې راهیسې د دوي کلی کلابند کړی او د جمعې لمانځه پرمهال یې ۱۰۰ کسان چې له طالبانو سره يې هېڅ اړیکې نه درلودې نیولي دي.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.





