سره له دې چې څو ځله داسې ویل شوي، نن او سبا به د سولې لپاره د افغان دولت مرکهچي پلاوی قطر ته سفر وکړي، خو لاهم دوحې ته د دغه پلاوي د سفر کره نېټه نه ده مشخصه شوې.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن په يوه خبري کنفرانس کې وویل، حکومت د مرکهچي پلاوي د تګ په اړه پوره چمتووالی لري او مقابل لوری دې هم چمتو شي، ترڅو د مذاکراتو پیلېدو په موخه د حکومت پلاوی ورشي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړيو د اوړي له رخصتیو وروسته خپله لومړنۍ غونډه کې د حکومت مرکهچي پلاوی د طالبانو د پلاوي په پرتله کمزوری وباله.
دوی وویل، د سولې لپاره افغان پلاوی نهشي کولای د طالبانو پر وړاندې له ملي ګټو دفاع وکړي.
د هغوی په وینا، د سولې پروسې مالکیت د افغانانو لاس کې نه، بلکې د نړۍ او د سمیې قدرتونو په لاس کې دی چې پایله کې به یې نیابتي سوله رامنځته شي.
د ولسي جرګې غړي عبدالرحمان وردګ وویل، سولې لپاره د ولس هیلې ډېرې دي، خو سیاستوالو لاهم د مرکهچي پلاوي او د ملي مصالحې عالي شورا غړو په اړه اختلاف نظر لري چې دا به د سولې پروسه زیانمنه کړي.
په همدې حال کې د چارو شنونکی محمدحسن حقیار وایي، د طالبانو مرکهچي پلاوي کې له دیني او سیاسي اړخه تجربه لرونکي کسان شامل دي چې هره خبره به یې نورو طالبانو ته د منلو وړ وي.
د هغه په وینا، د طالبانو پلاوی امریکا سره د مذاکراتو تجربه لري، خو له بدهمرغه د حکومت د پلاوي ډېری غړي بېتجربې دي چې د سیاسي او دیني زدهکړو کچه یې هم ټیټه ده.
دا په داسې حال کی ده چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د خپل سیاسي دفتر ویاند او د سولې مرکهچي پلاوي کې ځینې بدلونونه راوستل.
د دې ټولو ترڅنګ ځینې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د پاکستان د استخباراتو یا ایاسای څو غړي قطر کې دي، ترڅو مذاکراتو کې د اړتیا پر مهال د طالبانو مرکهچي پلاوي ته مشورې ورکړي.