د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح تېره يکشنبه له يوه کورني خصوصي ټلويزون سره په مرکه کې وويل چې ډيورنډ فرضي کرښه به مفته پاکستان ته ور نهکړي، ځکه چې ډيورنډ د افغانستان خاوره ده او مخکې وختونو کې د هېواد ژمنۍ پلازمېنه وه.
صالح له دې خبرو وروسته پر خپله ټوېټر پاڼه وليکل: « افغانستان کې هېڅ سياستوال چې ملي ارزښت لري، نهشي کولای ډيورند فرضي کرښه له پامه وغورځوي. دا يوه داسې مسله ده چې بحث ته اړتيا لري. دا چې څوک په دې تمه وي چې ګواکې موږ به يې وړيا ورکړو، نه کېږي. پېښور د افغانستان د ژمي پلازمېنه وه.»
د صالح له دې ټوېټ نه وروسته د سوېلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې الیس وېلز په ځواب کې ليکلي چې د افغانستان لومړی مرستيال سره له دې چې ملي ارزښت لري؛ خو د ډيورنډ کرښې په اړه يې ادعا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې او ګټورې اقتصادي اړيکې کموي.
سياسي څېرې کریم خرم هم د اليس وېلز خبرو ته په غبرګون کې ويلي چې همدا لامل و چې پاکستان امريکا لپاره د ترهګرو د روزنې ځای جوړ کړي.
نوموړي زياته کړې چې پاکستان د امريکا سترې سیمهيیزې موخې پياوړې کوي او امريکا د پاکستان دې کار لپاره د ډيورنډ امتياز ورکوي او همداراز د اغزن تار د غزولو پيسې هم ورکوي.
د ټولنيزو رسنيو يو کاروونکي خالد سمیر ليکلي چې ډيورنډ د افغانستان مسله ده او هېڅوک حق نهلري چې په دې کار کې مداخله وکړي.
د سمير په باور، هېڅ افغان ډيورنډ فرضي کرښه په رسميت نه پېژني او امريکا غواړي په دې کارونو افغان ملت دوه ټوټې کوي.
د ټولنيزو رسنيو يو شمېر نورو کاروونکيو هم ليکلي چې د اليس وېلز له څرګندونو ښکاري امريکا د پاکستان ګټو ته کار کوي.
د ټولنيزو رسنيو يوه بل کاروونکي ليکلي چې د ډيورنډ فرضي کرښې نه هغې غاړې ته پښتانه هم دا کرښه هېڅکله په رسميت نه پېژني؛ ځکه چې په حقیقت کې په رسمي توګه د دې کرښې منل غلامي ده.
يو شمېر نورو ليکلي چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه د خلکو شخصي نظرونه هېڅ شی نهشي بدلولای.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې کلونو کې د نړيوالو قوانينو مطابق د رسمې کرښې په توګه منل شوې چې له دې خبرې انکار نه کېږي.
د ډیورنډ کرښې تړون له نن نه ۱۲۷ کاله وړاندې د ۱۸۹۳ز کالنه راوروسته د برېتانوي هند د حکومت او د افغان امیر یانې امیر عبدالرحمن خان له لوري په خپلو سیمو کې د محدودیتونو د اغېز د لرې کولو لپاره وشو.