شنونکي: د حکومت مشرانو ترمنځ اختلافاتو ته باید حتمي د حل لاره ولټول شي

له هغې وروسته، چې د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ځوانانو نړیوالې ورځې نمانځغونډې کې پر ولسمشر غني توندې نیوکې وکړې او ویې ویل، هغه څوک چې د بحث او مخامخ خبرو حوصله ونه لري، نو د جمهوري ریاست وړتیاهم نه لري.

هغه همدارنګه وویل، چې ولسمشر ورته په درېيو میاشتو کې د مخامخ خبرو وخت نه دی ورکړی.

د چارو شنونکی جاوید کوهستاني سلام وطندارته وویل، په تېرو کلنو کې ولسمشرۍ ماڼۍ هڅې کړې، چې په یو ډول نه یو ډول اجرایوي رييس د خپلو ملاتړو په منځ کې څنډې ته پریږدي.

د کوهستاني پر وینا، د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري یوطرفه د ګورمانې او ګوښه کولو پریکړې د دې لامل شوی، چې پر اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله خپل ملاتړي فشار راوړي.

هغه زیاتوي، د عبدالله ملاتړي پر دې ټينګار کوي چې د سیاسي هوکړې د نه پلي کېدو په صورت کې دې اجرایوي ريیس له اوسني نظامه ووځي.

" که ستونزې هوارې نه شي او دوام پیداکړي چې نا خوښي د روښنايۍ غورځنګ او د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او نورو بې عدالتۍ چې په ټولنه کې موجودې دي حکومت به د پای ټکي ته ورسوي. "

بل خوا شنونکي کابل خان تدبیر سلام وطندارته وویل، روانې ننګونې د دواړو مشرانو ترڅنګ د هغو ډلو له امله دي، چې د خپلو شخصي غوښتنو په لټه کې دي.

د تدبیر پر وینا، په ټاکنیزو کمپاینونو کې دواړو مشرانو کسان ګومارلي وو، نو که چېرې یې غوښتنې و نه منل شي د دواړو خپلمنځي اختلافات زیاتیږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ولسمشر او اجرایوي ریس ترمنځ ستونزې په هغه اندازه نه دي لکه چې ملاتړي یې وايي.

د نوموړي پر خبره، د عبدالله پلویان هڅه کوي چې خپلې کټې خوندې کړي، چې د دواړو مشرانو لمن یې نیولې ده او غوښتنې یې شخصي دي.

بل خوا یو شمېر هیواد د حکومتي مشرانو له غبرګونونو اندیښنه لري او دا د هېواد په زیان بولي.

دوی ټینګار کوي، چې له هرې ممکنه لارې کېداشي باید دې موضوع ته د حل لاره ولټول شي.

په دې اړه ذبیح الله او زمان وايي، چې  کوم اختلافات چې د حکومتي مشرانو ترمنځ شته ددې لامل کیږي، چې خلک له حکومت واټن واخلي او زیان یې هم خلکو ته رسیږي همدارنګه

هره ستونزه، چې پر خلکو راځي اصلي لامل یې همدغه دواړه مشران دي.

له دې ټولوسره سره د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې راغلي، چې جهموري ریاست د ملي یووالي حکومت به په عمومي ډول عادي خپل کار ته دوام ورکوي او د عبدالله د څرګندونو په اړه یې د ژر او اغېزمنو بحثونو ټينګار کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوی د هېواد  اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو  اړینه ده  چې سیاسي قشر، دولتي چارواکي ، دیني عالمان ، قومي مشران او ټول هېوادوال د نظر په یووالي او د لازمې اجماع په ساتلو سره خپلو ګډو هڅو  ته دوام  ورکړي، تر څو په ټولو شته ننګونو برلاسی شی.

 سرچینه زیاتوی دولسمشر محمد اشرف غنې  په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په  پوره حوصله مندۍ د چارو پرمخ بېولو کې په نږدې دو کالو کې د زیاتو ننګونو سره سره  پام وړ لاسته راوړنې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام