شنونکي: دولت او طالبان د خپلو ګټو لپاره د سولې خبرې اوږدوي

د چارو یوشمېر شنونکي وایي، د طالبانو او ځینو حکومتي چارواکو فعالیتونه او څرګندونې ښيي چې دواړه لوري په جګړه او سوله کې خپلې ګټې ویني او د همدې لپاره د سولې خبرې اترې اوږدوي.

دوی وایي، سره له دې چې په قطر کې د مرکچي پلاویو د تماس ډلې وایي، د مذاکراتو په کړنلاره کې پرمختګ شوی او ژر به یې چارې بشپړې شي، خو د شاوخوا لسو ورځو په تېرېدو سره لا هم کړنلاره نه ده وروستۍ شوې.

د چارو شنونکی فدامحمد نظري وايي، په خبرواترو کې ځنډ ښيي چې دواړه لوري نه غواړي د سولې مذاکرات په لنډه موده کې یوې پایلې ته ورسېږي.

د هغه په وینا، طالب مشران په قطر کې له امریکایانو نه ډیرې پیسې ترلاسه کوي او حکومت هم غواړي چې خپله کاري موده وغځوي.

سره له دې چې یوشمېر هېوادوال د طالبانو له لوري د نښتو زیاتېدل د سولې خبرو ته د دې ډلې نه ژمنتیا بولي، خو د چارو شنونکی محب‌الله شریف وایي، طالبان تر یوه بریده د سولې خبرو ته ځانونه ژمن بولي او د حکومت او چارواکو پر وړاندې داسې څرګندونې نه کوي چې د سولې پر خبرو ناسم اغېز وکړي.

د شریف په وینا، ځینې حکومتي چارواکي، په تېره د ولسمشر مرستیالان په روانو حساسو شرایطو کې د قومونو ترمنځ بېلوالي ته لمن وهي او دا ډول څرګندونې د سولې پر وړاندې د خنډ جوړولو په مانا دي.

هغه زیاتوي، سره له دې چې هېڅ لوری د سولې خبرو مخه نه شي ډپ کولی، خو په وینا یې، د دغو خبرو ځنډولو لپاره هم هڅې روانې دي.

په همدې حال کې طالبانو د ولسمشر غني د مرستیالانو د وروستیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د حکومت لوړپوړي چارواکي د سولې ضد پلان له مخې د دوی په اړه ناسمې څرګندونې کوي او د راتلونکي اسلامي نظام پر وړاندې هم عقده‌يي چلن کوي.

افغان دولت او طالبانو تر دې وړاندې هم یو بل د سولې پروسې پر وړاندې پر خنډ جوړولو تورن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې د دواړو لوریو تر منځ لا هم په قطر کې د سولې خبرواترو د طرزالعمل او د اجنډا بشپړولو لپاره خبرې دوام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام