امریکايي ځواکونو پرون ماښام د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مامندرې سیمې په اسد خېلو تنګي کې د لومړي ځل لهپاره ترټولو ستر نااټومي بم وکارولو.
سپینه ماڼۍ وايي، امریکايي ځواکونو دغه بم د داعش وسله والې دلې د مرکز نابودولو په موخه کارولی دی.
خو یو شمېر شنونکي بیا وايي، په افغانستان کې د دومره ستر بم کارول غیرمنطقي عمل دی او د دغه ستر نااټومي بم کارول هېڅ ډول نظامي توجیې نه لري.
شنونکي وايي، امریکا افغانستان د خپلو هستوي او نورو ویجاړوونکو وسلو پولیګون ګرځولي.
د نظامي چارو څېړونکی جاوید کوهستاني سلام وطندار ته وویل، داعش ډله د طالب وسله والو په پرتله افغانستان ته ستر جدي ګواښ نه دی او د دې ډلې ورکولو له پاره ډېرې نورې کم لګښته لارې چارې شته.
کوهستاني وايي، د امریکايي ځواکونو له خوا د دغه بم کارول د پاکستان، روسیې او طالبانو وروستیو اړیکو او دغه راز په سیمه کې د امریکې سیالانو ته یو پیغام دی.
د نوموړي په خبره، د امریکا له خوا د دا ډول بم کارول په افغانستان کې د امریکې د سیمه ییزو سیالانو د خوځښت لامل ګرځي.
د نظامي چارو یو بل کارپوه کابل خان تدبیر په دې لید دی، چې امریکا افغانستان د ځان له پاره نظامي پولیګون ګرځولی او د وسیلې په توګه یې کاروي.
د تدبیر په خبره، داعش وسله وال په ډله ییز ډول د افغانستان په هېڅ برخه کې موجود نه دي او د امریکا دغه اقدام د بشریت خلاف و او دا برید د سیمې لهپاره ناوړه روغتیايي اغیزې لري.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمري سلام وطندار ته وویل، په دغه برید کې د داعشي وسله والو مرکز په نښه شوی، چې هلته یې د رهبرۍ غړي او یو شمېر نور بهرني قوماندان موجود وو.
د زمري په خبره، تراوسه په دې برید کې ولسي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
دغه راز ولسمشرۍ ماڼۍ هم په دې اړه خبرې شوې اعلامیې کې ویلي: " د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه په ګډه همغږۍ او همکارۍ د داعش په ګډون د ټولو تروریستي ډلو او ګروپونو پرضد مبارزه کوي.
د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش په مرکزونو، تونلونو او پټنځایونو د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د هوایي بمبار پرمهال چې د افغانستان حکومت له نږدې په جریان کې وو."
دغه راز ملي دفاع وزارت وايي، د دغه برید په پایله کې ۳۶ داعشي وسله وال وژل شوي دي، زیاته برخه سپکې او درنې وسلې یې ویجاړې شوي او پراخ زیان ورته رسېدلی دی.