سېلابونو بدخشان کې ۷ تنه وژلي او له ۱۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړي

د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې په وروستیو طبیعي پېښو کې د دې ولایت اوسېدونکیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د بدخشان د والي ویاند نیک‌محمد نظري وايي وروستیو ورځو کې بارانونو او سېلابونو د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷ تنو اوسېدونکیو ژوند اخېستی، له ۱۰۰ ډېر کورونه یې وران کړي او په سلګونو جریبه کرهڼیزه ځمکه یې تخریب کړې‌ده.

پر دې سربېره د بدخشان اوسېدونکي د سېلابونو له امله د تګ ـ راتګ له‌پاره د لاریو د بندېدلو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د هغو کورنیو چې له یوې خوا یې حاصلات له لاسه ورکړل؛ له بلې‌خوا د استوګنې له‌پاره هېڅ ځای نه‌لري او په سپین میدان ژوند کوي.

د بدخشان د والي ویاند همدارنګه وايي، د مرستو رسولو په پار د څېړنې ډلې سیمو ته تللې دي او د شپې له ناوخته راهیسې ټولګټو ریاست واټونه پاکوي چې د ټرافیکو پرمخ لاره خلاصه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام