سېلابونه؛ په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ کسان مړه او له ۱۰ ډېر ټپیان دي

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي د روغتون مسوول جاوېداحمد نن سلام‌وطندار ته وویل چې د تېرې شپې اورښت له کبله د ۷ کسانو جسدونه او ۸ ټپیان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي، یاد روغتون ته ور وړل شوي دي.

په همدې حال کې د کندهار د ښاروالي مطبوعاتي مسوول زمری څرګند وايي، د اورښتونو او سېلابونو راوتلو تر دې دمه په کندهار ښار کې ۵۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

دغه راز سېلابونو په هلمند کې د ۵، هرات کې د ۲ او په نورستان ولایت کې هم د ۲ کسانو ژوند اخیستی دی.

بله‌خوا د فراه د والي مرستیال موسی نظر سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت په ښار او انار درې ولسوالي کې هم سخت سېلابونه راوتلي چې له کبله یې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

نوموړی که څه هم د اوښتو زیانونو په اړه دقیق مالومات نه ورکوي، خو وايي په ټول ولایت کې ډېر کم ځایونه دي چې اوبه په‌کې نه‌دي راوتلي او په وینا یې، د ولایت د ښار درېیمې او څلورمې ناحیې هم اوبو لاندې کړي چې خلکو ته یې زیانونه اړولي دي.

که څه هم سږ کال د سختې وچکالۍ وړاندوینه شوې وه، خو د وړاندوینې په خلاف د هېواد په ډېری سیمو کې واورې او بارانونه وشول. سره له دې چې په راتلونکي کال کې یې د وچکالۍ کچه ټیټه کړې، خو د سېلابونو ناورینونه هم ورسره مل وو.

بادغېس کې د واورو اورېدل؛ د خوراکي او سون‌توکیو بیې لوړې شوي

بغلان؛ د واورو اورېدو نږدې ۸ سوه څاروي مړه کړي

وروستیو واورو ورښت او سړې هوا ۲۳ تنه وژلي او لسګونه نور ټپيان دي

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له واورو او اورښتونو نه د خلکو ژغورلو ته راوتلي او تر اوسه یې سلګونه کسان ژغورلي او دا هڅې لا هم دوام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام