سیند ته د افغان کډوالو د اچولو سندونه په ایران کې کتل کېږي

نږدې یوه میاشت وړاندې ۵۰ افغان کډوال چې ایران ته د کار موندلو لپاره تللي وو، د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا تر نیول کېدو او شکنجې وروسته هریرود سیند ته واچول شول.

افغان حکومت د دغې پېښې د څېړلو لپاره پلاوی وګوماره او د پایلې له موندنو څرګنده شوه چې ۴۶ افغان کارګران د ایران خاورې ته ننوتي او هلته د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا تر نیول کېدو وروسته سیند ته اچول شوي چې له ډلې یې ۱۲ هغه ډوب شوي، ۱۷ ځانونه ژغورلي او ۱۷ نور لادرکه دي.

د دغې پېښې په تړاو د افغان او ایراني کمیسارانو څېړنې د ایراني چارواکو له‌خوا ونه منل شوې او ایران څو ځله دغه ادعا رد کړه چې د دغه هېواد پوله‌ساتو دې افغانان سیند ته اچولي وي. خو اوس د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال محسن بهاروند په مشري یو جګپوړی ایراني پلاوی کابل ته راغلی، له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره یې کتلي او په پام کې ده چې له افغان پلاوي سره د پېښې د ریښو موندلو لپاره ګډ کار پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، که څه هم د افغان کډوالو شکنجه کول او سیند ته اچول د ایراني چارواکو له‌خوا رد شوي، خو راغلي ایراني پلاوي منلې چې د پېښې د لا ډېرو څېړنو لپاره به راټول شوي سندونه ایران ته یوسي او هلته به د دولتي ادارو له لارې وڅېړل شي.

د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا سیند ته د افغان کډوالو اچول په افغانستان او دغه راز نړیواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شول او تر اوسه په کابل او هرات کې څو ځله په دې اړه اعتراضونه شوي او له افغان حکومته یې د جدي او کره څېړلو غوښتنه کړې ده.

دا چې راغلی ایرانی پلاوی به په خپل هېواد کې د یادو سندونو څېړنې پایله څه را وباسي، هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام