سیاسي ګوندونو ته د ولسمشر ګواښ

ولسمشر غني سیاسي ګوندونو ته خبرداری ورکړی، که د ټاکنو برخه کې پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړي، د قانون له مخې به یې منحل کړي.

د سیاسي ګوندونو یوشمېر مشرانو او استازو د ټاکنو په تړاو له ولسمشر سره لیدلي دي.

ویل کېږي ولسمشر د ګوندونو ټولې غوښتنې؛ لکه: د رایې ورکوونکیو د نوملړ بایومټریک کول، د ټاکنیز سېسټم بدلون او د سیاسي ګوندونو په ګډون د نظارتي کمېسیون جوړول، رد شوې دي.

د جمعیت‌اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي په‌دې اړه سلام‌وطندار ته وویل چې ولسمشر له دوی سره په غونډه کې ګواښ کړی، که ګوندونه پر خپلو غوښتنو همداسې ټینګار وکړي، د قانون پر بنسټ به یې منحل کړي.

د مهدي په وینا، ولسمشر څو ځله د سیاسي ګوندونو قانون چې ورسره و، راواخیسته او ویې ویل، که ګوندونه پوځي ګواښ څه چې لفظي هم وکړي، د دې قانون پر بنسټ به یې منحل کړو.

محی‌الدین مهدي زیاتوي، د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي هم د اصولو خلاف او پر سیاسي ګوندونو د فشار راوستو له‌پاره په غونډه کې ګډون کړی و.

ویل کېږي له ولسمشر سره د سیاسي ګوندونو غونډه په اختلاف سره پای‌ته ورسېده او استازو یې هم د اعتراض په توګه یې ارګ کې ډوډۍ ونه‌خوړه.

د مهدي په وینا، ولسمشر هوډ لري چې د رایې ورکوونکیو د بایومټریک له‌پاره ۲۷ زره دستګاوې وپېري چې سیاسي ګوندونه ورسره همغږي نه‌دي؛ ځکه هغه ماشینونه به یوازې د حکومت په واک کې وي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي له سیاسي ګوندونو سره د ولسمشر غونډه مثبته ګڼي او وايي چې په‌دې غونډه کې د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو پرېکړه شوې چې یاده کمېټه به د سیاسي ګوندونو د غوښتنو په اړه بحث او پرېکړې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو، د سیاسي ګوندونو غوښتنې او وړاندیزونه د ولسي جرګې ټاکنو پرمهال نه‌شي پلي کولی، خو د ولسمشرۍ هغو پرمهال به یې په پام کې ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام