د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د يوې بيانیې په خپرولو سره اعلان کړی چې پاکستان کې د اېټاليا پخوانی سفير سټیفانو پونټیکورو يې تازه په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ټاکلی دی.
له دې وړاندې نېکولاسکي افغانستان کې د ناټو ملکي استازی و چې اوس به پونټيکورو د روان ميلادي کال د جون مياشتې له اولې نېټې خپل کار پيل کړي.
د ناټو د سرمنشي په بيانيه کې راغلي چې ياد پخوانی ډيپلوماټ د افغانستان او د سيمې په اړه ډېره تجربه لري.
د ناټو سرمنشي دغه راز د افغانستان امنیت لپاره د ناټو د اوږد مهاله همکاریو ډاډ هم ورکړی.
همداراز ناټو کې د اېټاليا استازي ويلي چې پونټيکورو د سيمې په اړه پوره پوهه لري او له همدې کبله يې رول ډېر مهم دی.
دا په داسې حال کې ده چې نېکولاسکي د ۱۳۹۷ کال په پای کې افغانستان کې د ناټو ملکی استازی وټاکل شو او تېره اوونۍ يې د ماموريت نېټه پوره شوه.