د سيمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د نويو واليانو د مقررۍ کار دوام لري او افغان حکومت به ډېر ژر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نوي واليان پر دندو و ګوماري.
د يادې ادارې وياند تواب غورځنګ سلام وطندار ته وویل، چې د نويو واليانو ګومارنه د سيمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د کار په لومړيتوبونو کې ځای لري.
دی د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د واليانو په ګومارلو کې د ځنډ يواځينی لامل د افغانستان د مشرتابه سفرونه په ګوته کړل او زياته يې کړه، چې اوس کابينه ولسي جرګې ته په بشپړه توګه معرفي شوه او له دې وروسته به هر ولايت ته په پرله پسې توګه واليان پېژندل کيږي.
همدارنګه د شنبې په ورځ د ( اپريل په ۴ مه) د ولسي جرګې غړو هم د تېر په شان په خپله عمومي غونډه کې پر حکومت نيوکه وکړه، چې د واليانو د نه پېژندنې له امله سيمه ییز حکومتوالي له ننګونو سره مخ شوې ده.
دوی وايي، حکومت باید ژر تر ژره د ولايتونو واليانو سرپرستۍ ته د پای ټکی کيږدي.
د دې جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي په ولسمشرغږ وکړ، چې ژر تر ژره دې نوي والیان په د ندو وګوماري.
د ابراهيمي په وینا، د سرپرستانو په قانون کې د سرپرستۍ موده دوې میاشتې ټاکل شوې ده، خو والیان نږدې له ۷ میاشتو راهیسې سرپرستان دي او دا له قانون څخه سرغړونه ده.
نوموړي زياته کړه، چې د سرپرستو واليانو موجوديت عامه ملکيتونو ته ګواښ پېښ کړی دی.
د ولسي جرګې مشر وویل، چې سرپرست واليان ځانونه خلکو ته مسول نه بولي او د دوی د نامسولو کسانو له خوا غلاوې کيږي او عامه ملکيتونه لوټوي.
د ولسي جرګې غړې نظیفې ذکي هم په حکومت نیوکې وکړې، چې سرپرست والیان په سمه توګه کارنه کوي او خلک يې له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.
په همدې حال کې د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ویاند تواب غورځنګ سلام وطندار ته دا خبره رد کړه، چې ګوندې د خلکو ستونزې د سرپرستو والیانو لخوا دي اودوی کار نه کوي.
غورځنګ وایي، دوی په دې اړه کوم راپور نه لري او دولت چا ته اجازه هم نه ورکوي، چې خلک له ستونزو سره مخ یا عامه شتمني لوټ کړي.
یاده دې وي، چې همدا اوس د هېواد له ۳۴ ولايتونو څخه يوازې په درېيو ولايتونو کې نوي واليان مقرر شوي دي او پاتې ۳۱ ولايتونه يې د نوي حکومت د پېل راهيسې د سرپرست واليانو له خوا اداره کيږي.