سوله‌غوښتونکیو هلمنديو ځوانانو کابل ته د سفر موزې په پښو کړې

د هلمند د سولې ولسي حرکت يوه ډله ځوانانو د شنبې پر ماښام کابل ته پر پښو پلی مزل پيل کړ.

د دې ډلې يو غړي اقبال خېبر سلام وطندار ته وويل، تېره اوونۍ يې په يو پنځه ماده‌یيز پرېکړه‌ليک کې د جګړې ښکېلو غاړیو ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې چې تراوسه نه‌دي منل شوي.

د دې حرکت مسوولانو په یو پرېکړه‌لیک کې د روژې په میاشت کې د اوربند اعلان،  د جګړې د ښکېلو غاړیو ترمنځ د سولې خبرو له‌پاره د پتو په نښه کول او د خبرو پیل، د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د سوله‌یيز نظام  جوړېدلو عملي کار پيلول او د جګړې د ښکېلو لورو په هوکړه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش ټاکلو غوښتنې کړې‌وې.

  اقبال خېبر زياتوي، لومړی کابل ته ځي او تر هغه یې چې غوښتنې نه وي منل شوي؛ په ټول هېواد کې سفرونه کوي.

د هلمندیانو د سولې ولسي حرکت سرلارې اقبال خېبر وايي چې د سولې له‌پاره یې په لاره باندې احتمالي ستونزې منلي او له ستونزو سره ـ سره به خپل سفر ته دوام ورکوي.

مدني فعال زلمی د هلمندي ځوانانو دغه حرکت اغېزمن ګڼي؛ خو له هغوی د ولس ملاتړ خورا مهم ګڼي او په ورته وخت کې ډاډ ورکوي چې د جنګ د ختمېدا په پار له دوی سره ټول ولس ولاړ دی.

شاخوا دوې نیمې مياشتې مخکې هلمندي ځوانانو هغه وخت د سولې خېمه ودروله چې په لښکرګاه ښار کې د سیمه‌ییزو لوبو نندارې ته راټولو شویو ملکيانو په منځ کې ځانمرګی برید وشو چې ۱۸ ملکيان په‌کې وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي‌وو.

 له څه ځنډ وروسته ځېنې هغو هلمندیو مېرمنو هم له‌دې حرکت سره یوځای شوې او د سولې غوښتنې خېمه یې ودروله چې په جنګ جګړو کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي‌وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام