سوداګر د کانونو په تړونونو کې ځنډ ته د شک په سترګه ګوري

د کانونوـ پټرولیم وزارت او سوداګرۍ خونې د دوشنبې پر ورځ کابل کې جوړې شوې غونډه کې د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي له حکومه وغوښتل، هغه خام مواد چې په هېواد کې پيداکیږي باید هغې ته وده ورکړي.

دده پر خبره، د تدارکاتو پیچلی سیسټم د کانونو په تړونونو کې د ځنډ لامل شوی دی.

نوموړي زیاته، چې  ستونزې د تړونونو دي دولت ژمن دی چې دغه بهیر له تدارکاتو را وباسي او دغه بهیر ساده کړي د هغه پر خبره شاوخوا ۲ کاله کیږي، چې تړونونه بند دي او  که دا کار وشي، نو په دغه برخه کې به ۵۰ سلنه ستونزه هوارېدای شي.

الکوزی له حکومته غواړي، چې د ډبرو سکارو تړونونه چې په دې برخه کې لږه پانګونه شوې باید سوداګرو ته ورکړل شي تر څو هېواد کې فعال تولیدي شرکتونه فعالیت وکړي.

د افغانستان د ډبرو سکارو د ټولنې رېیس حیات الله نصرت عزیزي د عوایدو لوړیدو په برخه کې د مالیې وزارت په طرحه نیوکه وکړه.

« مالیې وزارت هڅه کوي چې د جریمو له لارې دولت ته بودیجه جوړه کړي موږ وايو چې باید پياوړي اقتصادي سیاستونه په پام کې ونیول شي کارموندنه وشي د ماليي وزیر هغه مهال فعال وزیر دی چې د عوایدو، مالیاتو له مخې وزارت ته بودیجه جوړه کړې نه د جریمو له لارې.»

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي، چې  دوی د سوداګرو اوصنعت‌کارانو د ستونزو هواري په موخه په دغه وزارت کې د تعدیل پر طرحه کار کوي او زیاتوي، چې پر دې کار سره به د تدارکاتو او تړونونو بهیر کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د کانونو او پټرویلم سر پرست زیاتوي، چې دغه وزارت یو کمېسیون جوړ کړی، چې د کانونو په برخه کې د اړونده شرکتونو په تړاو پریکړه وکړي.

د کانونو او پټرویلم وزارت چارواکي د کانونو په برخه کې د ټولو شرکتونو غواړي، چې خپلو شرکتونو کار کوونکي او ماشینرۍ په بشپړه توګه دغه وزارت کې ثبت کړي، تر څو له دغو شرکتونو سره د تړونونو پرمهال له ستونزو سره مخ نه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام