د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یوشمیر وکیلانو وویل، چې د ناسکه پلار له خوا پر یوې ۱۸ کلنۍ نجلۍ جنسي تیری یو غیر اسلامی او انساني عمل دی.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، دا قضیه عدلي او قضایي بنسټونو ته محول شوی او مشرانو جرګه به په جدي توګه د دې قضیې څرګنوالی او د قضیې په اړه پریکړه تعقیب کړي.
دغه راز، د مشرانو جرګې غړي د عدلي او قضایي بنسټونو وغوښتل چې د دې پیښې تورن دی په سخته سزار ورسوي.
تېره ورځ د سلام وطندار له لوري خبر خپور شو، چې دغه نجلۍ ۱۸ کلنه ده او د خپل سکه پلار څخه پاتې ده او مور یې څو کاله وړاندې د سمنګان د محکمې پخواني رییس سره واده کړی و.
د سمنګان سیمه ییز چارواکي وایي، چې د قاضي نوم تورګل دی او د شاوخوا ۳ کلونو راهیسې پر خپل لور جنسي تېری کوي، چې اوس یو ۳ کلن ماشوم هم لري.
همدارنګه د راپورونو پر بنسټ د دغې نجلۍ په بطن کې يو ۶ میاشتينی ماشوم هم شته.
د سمنګان ولایت د قومندانۍ ویاند منير احمد رحيمي سلام وطندار ته وویل، چې د قاضي تور ګل مېرمن دوی ته شکایت کړی و او د هغې د شکایت پر بنسټ يې نوموړی نن یکشنبه( سپټمبر ۲۱) نيولی دی.
له بل لوري بیا د سمنګان ولايتي شورا غړی محمد هاشم تورګل وايي، چې دغه نجلۍ له کوره تښتېدلې او وروسته يې بیا د سمنګان پولیسو ته شکایت کړی.
قاضي تورګل، چې له دې وړاندې د سمنګان د محکمې رییس و، خپله دغه ناسکه لور بامیان ته وړې او هلته يې پرې جنسي تېری کړی.
دغه ۱۳ کلنه نجلۍ اوسمهال د سمنګان په ولايت کې اوسيږي او د عدلي او قضايي ارګانونو څخه غواړي، چې پلندر يې باید په اشد مجازات محکوم شي.