د مشرانو جرګې سناتورانو په نننۍ عمومي غونډه کې وویل، چې له پاکستانه باید د سولې په خبرو اترو کې د ژمنې له پاره یو نړیوال تضمین وغوښتل شي.
سناتورانو د تضمین د غوښتلو علت د پاکستان پر تېرو ژمنو بې اعتباري ګڼي او وايي، چې پاکستان د سولې د خبرو اترو په برخه کې څو ځلې وعدې ورکړې، خو رښتینې نه دي ثابت شوي.
د مشرانو جرګې غړي ګل محمد عظیمي نن په د (ډېسمبر په ۱نېټه) په عمومي غونډه کې وویل، افغان حکومت باید هڅه وکړي، چې پر پاکستان فشار راولي او د سولې په خبرو اترو کې ترې نړیوال ضمانت واخلي.
ده زیاته کړه، تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ نړیوال تضمین نه وي؛ د سولې خبرې ګټه نه لري.
د جرګې بل غړي شېرمحمد اخندزاده وویل، افغان چارواکي باید د پاکستان پر تکراري ژمنو ونه غوليږي. د ده پر وینا، پاکستاني چارواکو پخوا هم د سولې خبرې اترې له خنډ سره مخ کړي او اکثره وخت یې د خبرو اترو بهیر په نیمه کې پرېښی دی.
د اخندزاده پر خبره، پاکستان غواړي، چې د سولې په خبرو کې افغان چارواکي مصروف کړي او په افغان خاوره کې جګړې او لاسوهنې ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې ځېنو سناتورانو پر پاکستان تور پورې کړ، چې د تاریخ په اوږدو کې یې له افغانستان سره ښې اړيکې نه دي پاللي او تل یې د خپلې دښمنۍ د ثابتولو له پاره په افغانستان کې امنیتي حالت له ګواښ سره مخ کړی دی.
داسې انګېرل کېږي، هر کله چې د افغانستان او پاکستان د نېږدې کېدو هڅې شوي دي؛ په هېواد په ځانګړي ډول په کابل کې ناامنۍ زیاتې شوي دي، د مري د خبرو پر مهال د شاه شهید پېښه او د پاریس خبرو پر مهال په کابل کې د امنیتي ګواښونو زیاتوالی؛ د دې اندېښنو ښه مثالونه دي.
ولسمشر اشرف غني بېګا ماښام په پاریس کې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره لیدلي دي.
ولسمشر غني چې د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس له پاره په شپږ ورځني سفر اروپا ته تللی، بیا به ایټالیا او له هغه وروسته جرمني او سویډن ته هم ولاړ شي.
د راپورونو له مخې ولسمشر غني د نواز شریف دا غوښتنه چې په پاریس کې د اقلیمي بدلون د نړېوال کنفرانس په حاشیه کې ورسره وګوري، وړمه ورځ ومنله.