د فراه ولایت پر پشت رود ولسوالۍ شاوخوا ۷۰۰ وسله والو طالبانو ډله ییز برید کړی.
راپورونه وايي، دغو وسله والو د پشت رود ولسوالۍ سيمه ییزو پولیسو پوستې په نښه کړي دي.
د ياد ولسوالۍ سيمه ییز چارواکي د بريد د تایید ترڅنګ وايي، چې تر اوسه طالبانو څو پلچکونه او پلونه هم الوځولي دي.
د پشت رود ولسوال غوث الدين رسنيو ته ويلي، چې جګړه لاهم دوام لري.
له بل لوري د جګړې د تلفاتو په اړه لومړني راپورونه هم خپاره شوي، چې پکې ويل شوي تر دې مهاله په جګړه کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه سيمه ییز پوليس هم ټپيان شوي دي.
یاده دې وي، چې وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.