سریلانکا د افغانستان کرېکټ سره مرسته کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ مشرانو کابل کې د سریلانکا له سفیر سره د دې هېواد په سفارت کې د لیدنې پر مهال د افغانستان کرېکټ د پرمختګ په موخه د یاد هېواد د مرستو غوښتنه وکړه چې سریلانکا یې هرکلی کړی.

د افغانستان کرېکټ بورډ له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له‌مخې، د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي او سرپرست اجرایوي مشر اسدالله خان نن په همدې موخه کابل کې د سریلانکا سفیر ګګن بولاتسنګهالا سره ولیدل.

خبرپاڼه زیاتوي، د سریلانکا سفیر ګګن د افغانستان کرېکټ د پرمختګ په برخه کی د هر راز همکارۍ ترڅنګ افغانستان کې د کرېکټ لوبغالیو او اکاډمیو د جوړولو او دغه راز د ښوونځیو په کچه کرېکټ ته د ودی ورکولو په برخه کې د همکارۍ ټټر هم وهلی دی.

کرېکټ بورډ وایي، د کرېکټ بورډ مشرانو د افغانستان او سریلانکا الف کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو اړخیزو سیالیو ترسره کولو خبرې کړي‌دي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو خبرپاڼه دا هم وايي، کابل کې د سریلانکا په سفارت کې دواړو خواوو ترمنځ د لیدنې پرمهال د سریلانکا سفیرګګن افغان کرېکټ بورډ ته د پرمختګونو په اړه مبارکي وویله او هم د کرېکټ بورډ سرپرست اجرایوي مشر اسدالله خان د افغانستان کرېکټ پرمختګ په موخه د سریلانکا د لېوالتیا څخه مننه وکړه.

د یادونې ده چې کابل کې د سریلانکا سفیر د افغانستان کرېکټ بورډ له‌خوا هغې نمانځغونډې ته هم وربلل شوی‌و چې د ایرلینډ خلاف تاریخي ټیسټ بریا په موخه د کابل په یوه هوټل کې برابره شوې‌وه.

ورته مطالب:

افغانستان له سریلانکا سره کرېکټ لوبه کوي

تان په کرکټ کې له پاکستان، سریلانکا او اماراتو سره لوبېږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام