په سرپل ولایت کې یوه سیمهييزه سرچینه چې نهغواړي نوم یې واخیستل شي سلاموطندار ته وویل چې ۳ هليکوپټرو تېره اوونۍ په کوهستانات ولسوالۍ کې ناستې دي او پر طالبانو یې وسلې او تجهیزات وېشلي دي.
د سرچینې په وینا، د سرپل امنیتي وضعیت سم نهدی او وسلهوال طالبان د دې ولایت پر مرکز د برید هوډ لري.
په همدې حال کې د سرپل د والي ویاند ذبېحالله اماني وايي چې پهدې اړه ورته راپورونه رسېدلي او په تړاو یې څېړنې روانې دي. نوموړی زیاتوي، اوسمهال دا راپور نه رد او نه تاییدوي.
د سرپل د کوهستانات او د فاریاب بلچراغ ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکیو شاوخوا ۳ اوونۍ وړاندې ویلي وو چې د داعش ډلې بهرنیو جنګیالیو د پیسو په بدل کې د طالبانو یو شمېر سیمهییز قوماندانان رضا کړي چې له دوی سره فعالیت وکړي.
دغه راز د سرپل سیمهییزو مسوولانو څه موده مخکې د دې ولایت صیاد ولسوالۍ هغو سیمو کې چې د طالبانو په لاس کې ده، د ۲ هليکوپټرو ناسته تایید کړې وه. د هغوی په وینا، یادې هليکوپټرې د طالبانو تجهیز لهپاره راغلې وې.