
د سرپل ولایتي شورا یوشمېر غړي او د صیاد ولسوالۍ ځینو اوسېدونکیو سلاموطندار ته وویل که حکومت د داعشیانو او طالبانو لهخوا د صیاد ولسوالۍ د تېلو استخراج مخه ونه نیسي دغه ډلې به له پخوا زیاتې تمویل او تجهیز شي.
د دوی په وینا، دمګړۍ داعشیان او طالبان د دې کان خام تېل د سیمې پر اوسېدونکیو پلوري.
د سرپل د ولایتي شورا غړي محمد حسین مجاهد زاده سلاموطندارته وویل، د ده د معلوماتو پربنسټ داعشیان او طالبان د دغه ولایت صیاد ولسوالۍ د تېلو کان کیندنه کوي او د دې کار دوام د طالبانو او داعش ډلې لا تمویل او سمبالښت سبب کېږي.
د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ د تېلو کان د څوو لسیزو مخینې سره له درېیو برخو کېندل کېږي چې دا دی اوس د دې کان د کپهزار څانګه د حکومت وسلهوالو مخالفینو په ولکه کې ده.

د سرپل صیاد ولسوالۍ کپهزار سیمې اوسېدونکي عبدالجبار سلاموطندار ته وویل چې طالبان او داعشیان د خلکو په مرسته د تېلو د دغه کان کېندنې او پلور چارې روانې کړي دي.
دی وايي، دغو ډولو د چاڼ کولو ماشین لګولی دی او خلک هم ورځي او تېل تېرې پېري.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي دوی ته له سیمې داسې ریپوټونه ورسېدلي چې ترهګرې ډلې په صیاد ولسوالۍ کې د تېلو پر کان کېندنې او پلور لګیا دي.
د لاس ته راغلو معلوماتو پر بنسټ په ۱۳۹۰ کال کې د صیاد ولسوالۍ د تېلو کان بلې برخې انګوټ تېلو کان کېندنې کار تړون یو چینايي شرکت ته ورکړل شوی و خو ولسمشر د فرمان په صادرولو سره د دې کان د تېلو استخراج بهیر بند شو.
داعش او طالب تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.





