سرپل ولسي خلک: که حکومت وسلې راکړي طالبان به وشړو

د سرپل ولایت اوسېدونکي وايي، که افغان حکومت یې پر وسلو سمبال کړي، دوی به په خپله وسله وال طالبان له سیمو و شړي.

د دغه ولایت لسګونو ولسي خلکو نن (اکټوبر په ۱۳مه) په یوې غونډې کې راټول شوي وو او له حکومت څخه یې د طالبانو پر وړاندې د څرګند سیاست غوښتنه وکړله.

د سرپل ولایت قومي مشر عبدالحمید وايي، چې نور له دې اوږدې جګړې ستړي شوي دي.

نوموړي وویل، که افغان حکومت دغه ولایت ته پاملرنه ونه کړي د کندوز پېښه به تکرار شي.

همدا ډول د دغه ولایت دیني عالم شیخ عبدالله وویل، چې طالبان د بشر حقونو ماتونکي دي او په کوهستاناتو ولسوالۍ کې یې ولسي خلک ربړولي دي.

دغه دیني عالم زیاته کړه، سرپل ولایت ته د حکومت نه پاملرنې له کبله د دې وېره شته، چې د کندوز له برخلیک سره مخ شي.

د سرپل ولایت امنیې قومندان سرپرست محمد اصف جبارخېل سلام وطندار ته وویل، د کافي امنیتي ځواکونو او نظامي تجهیزاتو نشتوالي له امله ځېنې برخې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

جبارخېل وویل، ټاکل شوې ده، چې یاد ولایت ته نوي تازه دمي ځواکونه راورسېږي او د هغو سیمو نیولو له پاره عملیات پيل کړي، چې د طالبانو په ولکه کې دي.

د نوموړي په خبره، په دغو عملیاتو کې به ولسي پاڅون کوونکي هم ګډون ولري.

د راپورونو پر بنسټ د دغه ولایت کوهستاناتو ولسوالۍ اوسمهال د طالبانو په واک کې ده.

د امنیتي مسولینو پر وینا د کندوز سقوط طالبانو ته مرال ور کړ او له دې وروسته یې پر بغلان، بدخشان، سرپل او غزني ولایتونو باندې بریدونه زیات کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام