ستانکزی: د جنرال عبدالرازق د ترور په اړه مخکې اطلاعات وو

د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډې کې وویل چې د کندهار مخکیني امنیې قومندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د ترور په اړه له مخکې ورته راپورونه رسېدلي وو، وخت یې هم مالوم و، خو د کس او ځای په اړه مالومات نه ‌وو چې چېرته ځای‌پرځای کېږي او برید کوي.

د نوموړي په وینا، ترهګرو د سیمې استخباراتو په ملاتړ د تېرکال کب میاشتې راهیسې درې ځله وړاندې هم د نوموړي د نوموړي د ترور هڅه کړې وه، خو توانېدلي نه‌ وو.

ستانکزی وايي، ترهګر د خپلو ترهګریزو بریدونو له‌پاره هغه کسان کاروي چې د باور له مخې د مسوولانو له لوري په امنیتي ادارو کې ګومارل کېږي. دی زیاتوي، بې‌ځایه باور او د اړیکو له لارې د کسانو ګومارل د دا ډول پېښو کېدو لامل کېږي او دولتي چارواکي باید د خپلو ساتونکو په اړه څېړنې او غور وکړي.

محمدمعصوم ستانکزی وايي، د عبدالرازق دوسیه په ۵ پړاوونو کې څېړل شوې او له ۲۲ کسانو نه یې په اړه څېړنه کېږي.

د ملي امنیت رییس په وینا، د کندهار د پېښې ډېر اړخونه روښانه شوي چې جمهوري ریاست او نړېواله ټولنه باید په‌دې دوسیه کې د تورنو کسانو نیولو برخې کې چې له هېواده بهر دي، له دوی سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د کورنیوچارو وزیر ویس‌احمد برمک وايي، د کندهار پېښه یې په شاوخوا ۱۳ پړاوونو کې څېړلې او ټول اسناد او شواهد یې ملي امنیت ریاست ته سپارلي دي.

د برمک په وینا، بریدګر د ګلبدین په مستعار نوم د کندهار د والي ساتونکي په توګه ګومارل شوی او هغه چا چې نوموړی ګومارلی او ضمانت یې کړی، تر برید وروسته له هېواده تښتېدلی دی.

بلخوا طالبانو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو مرستیال او د فراه ولایتي شورا د رییس فرید بختور په ګډون د یوشمېر نظامیانو جسدونه له دوی سره دي او تراوسه یې کورنیو ته تسلیم کړي نه‌دي.

دوی زیاتوي، تر هغې چې دولت د جنرال عبدالرازق د وژونکي ذبېح‌الله ابودجانه جسد، د هغه کورنۍ ته ونه‌سپاري، دوی به هم د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو د مرستیال او د فراه د ولایتي شورا رییس جسدونه د هغوی کورنیو ته ونه‌سپاري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام