د سادات قوم لسګونو کسانو نن ورځ په کابل کې خبري غونډې پرمهال په برېښنايي پېژندپاڼه او ډېټابیس کې د سادات قوم نوم لیکلو غوښتنه وکړه.
د سادات قوم شورا اجرایوي رییس سیدحامد ګیلاني وايي د هېواد اساسي قانون څلورمې مادې پربنسټ په برېښنايي پېژندپاڼو او ډېتابیس کې د سادات قوم لیکل د هېواد پنځم ستر قوم په توګه اړین او د دغه قوم غوښتنه ده.
د ښاغلي ګیلاني په وینا، په پېژندپاڼو کې د سادات قوم لیکل به د هېڅ کوم بل توکم په زیان نه وي.
ګیلاني زیاته کړه سادات قوم په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې لیکلو سره چې د افغانستان د هر وګړي هویت ښکارندويي کو ستونزه نهلري خو په پېژندپاڼو کې د افغان ترڅنګ د سادات قوم نوم هم باید ولیکل شي.
د افغانستان سادات قوم مخکې تردې هم په برېښنايي پېژندپاڼو کې د خپل قوم نوم لیکنې لهپاره لویې څارنوالۍ ته عریضه وړاندې کړې وه خو تراوسه دولت هغوی ته کوم ځواب نه دی ورکړی.