د برېښنا شرکت چاوراکي وايي، دولتي ادارې او زورواکي د برېښنا د بیلونو د لګښتونو د نه تحول له امله ۱عشاریه ۷۸۳ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.
د برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو رییس میرویس عالمي د سه شنبې په ورځ د (مې ۱۲مه) په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته وویل، هغه نوملړ چې رسنیو ته سپارل شوی دی؛ ۲۱ بېلابېلې دولتي ادارې او یو شمېر زورواکي د برېښنا لګښت د ورکړې له امله میلیونونه افغانۍ پوروړي دي.
میرویس عالمي د یادو ادارو د پورونو په اړه وویل، چې د زندانونو او څار خونې لوی ریاست ۱۴۷.۹ میلیونه، د لوړو زده کړو وزارت ۱۳۴.۶ میلیونه، د نفتي توکو ریاست نږدې ۴ میلیونه، د کورنیو چارو وزارت ۱۲۸.۹ میلیونه، د عامې روغتیا وزارت ۹۵.۳ میلونه، د هوټلونو تصدیو ریاست ۲۰.۶ میلیونه، د مخابراتو وزارت ۶۶.۱ میلیونه، د ملي بس تصدي ۱۳.۶ میلیونه، د پوهنې وزارت ۴۵.۷ میلیونه، د ترافیکو لوی مدیریت ۴.۷ میلیونه، ملکي هوايي چلن ۳۵.۹ میلیونه، اطلاعاتو او کولتور وزارت ۱۲.۹ میلیونه، د بناییو ریاست ۱۳.۸ میلیونه، د کانونو وزارت ۲.۳ میلیونه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ۲۴.۸ میلیونه، د کډوالو وازرت ۱۰.۸ میلیونه، د ماشومانو موسېسه ۱۸.۸ میلیونه او د سرحدونو وزارت ۲.۸ میلیونه د برېښنا د شرکت له خوا د برېښنا د لګښت له امله پوروړي دي.
د دغه خپور شوي لېست پر بنسټ څار خونې او د زندانونو ریاستونه په لومړي، د لوړو زده کړو وزارت او د کورنیو چارو وزارت په دویمو درجو کې د برېښنا شرکت پوروړي دي.
د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې یادو وزارتونو او ادارو کې زیات شمېر هغو له ۱۳۹۰ وروسته د برېښنا د لګښت بېلونه نه دي تحویل کړي.
په ورته وخت کې د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي رسنیو ته وویل، چې لومړی به په هغو کسانو قانون پلی شي، چې له څو کلونو راهیسې يې د برېښنا د لګښت پورونه نه دي تحویل کړي.
عزیزي زیاته کړه، هغه کسان چې د برېښنا لګښت یې نه دي تحویل کړي؛ په درېیو پړاویز چلند ورسره کیږي.
د ده په وینا، په لومړي پړاو کې به د برېښنا مزی پرې غوڅ شي، په دویم پړاو کې به پرې د اجرایه ځواک پربنسټ د برېښنا لګښت تحویل شي او په ورستي پړاو کې به ترې د قانوني سرغړونې په پار څېړنې وشي.
په دغه خبري ناسته کې عالمي وویل، چې یادو زورواکو او دولتي ادارو ته چې د برېښنا لګښت یې نه دی تحویل کړی ۱۰ ورځې وخت ورکوي او له دې ټاکلې مودې وروسته به "له رسنیو سره یو ځای کور په کور د برېښنا د لګښت د نه تحویلوونکیو او سر غړونکو پسې ځو."
و مو غوښتل د هغو وزارتونو او ادارو نظر هم واورو، چې تر دې مهاله یې د برېښنا شرکت پورونه نه دي پرې کړي، خو په دې اړه له ځېنو ادارو سره د بیا بیا اړیکو سره سره په دې ونه توانېدو، چې نظر یې راواخلو او ځېنو نورو یې په دې اړه ناخبري څرګنده کړه.
اوسمهال نژدې ۴۰ سلنه افغانان له برېښنا برخمن دي، چې ۱۵ سلنه یې د افغانستان خپل تولید، او ۲۵ سلنه نوره یې له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران هېوادونو رالېږدول کېږي.
اړوند چارواکي وايي چې د رالېږدونکې برېښنا لپاره په کال کې تر ۲۳۰ میلیونو ډالرو پورې لګښت ورکوي.